تاند، شنبه، د حمل ۳۰مه: د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز نن د دارالامان ماڼۍ د کورونا ناروغانو د درملنې مرکز ته وقف کړه او ویلي یې دي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۹۳۳ ته رسېدلې دي.

نوموړی وايي، تازه په ټول هېواد کې د کورونا ۳۰۸ مشکوکې پښې څېړل شوي چې ۲۷ یې مثبتې وې.

فېروز زیاته کړه، په کابل کې۱۲، پکتیا کې ۷، لوګر کې ۴، هرات کې ۲، بامیان او دایکنډي کې د کورونا یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د فېروز په خبره همدا راز په ټول هېواد کې ۱۳ ناروغان تازه جوړ شوي او کور ته ستانه شوي دي چې ۷ یې په کابل، ۲ په هرات، ۲ په بامیان او ۲ یې په سمنګان کې دي او ورسره د روغو شویو کسانو شمېر۱۱۲ تنو ته لوړ شوی دی، خو د مړو شمېر یې همغه ۳۰ کسان دي.

د فېروز په خبره په دې ډول هیواد کې له کورونا څخه د روغو شویو فیصدي ۱۲ او د مړو شمېر ۳ اعشاریه ۲ سلنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *