تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا ۵۱ مثبتې پېښې شوې دي او ۱۶ کسان له دغې ناروغۍ جوړ شوي دي.
د دغه وزارت په قول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسان له کورونا مړه شوي هم دي او کابل د زیاتو ناروغانو لرلو له کبله د هېواد په کچه لومړی خطرناک ولایت شو.
تاند ته د دغه وزارت ویاند وحید الله مایار وايي، په دې سره ټول افغانستان کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۱۱۴۳ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر ۱۶۶ ته رسېدلی دی.
مایار وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کابل کې ۲۸، په ننګرهار کې ۶، په کاپيسا کې ۴، په هرات کې ۳، په کونړ کې ۳، په غزني کې ۲ او په پروان، بامیان، لغمان او پکتیکا کې بیا یوازې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۲۵۵۹۹۹۲ تنو، د مړو شمېر ۱۷۷۷۰۷ تنو او د جوړو شویو کسانو شمېر ۶۹۶۱۵۱ تنو ته رسېږي.