تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې له تېرو ۲۴ ساعتونو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ۱۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن شنبه غرمه په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل، تازه په هرات کې ۲۵، په بلخ کې ۲۱، په کندهار کې ۱۰، په کابل کې ۱۶، په نیمروز کې ۷، په سمنګان کې ۷، په زابل کې ۳، په کاپیسا کې ۳، په لوګر کې ۳، په تخار کې ۳، په غور کې ۲، په بامیان کې ۲ او په ارزګان کې هم ۲ مثبتې پېښې له لابراتواري معایناتو وروسته تشخیص شوې دي.

 نوموړی همداراز وايي په بغلان، میدان وردګو، هلمند او پروان کې هم د کورونا یوه یوه تازه پېښه ثبت شوې چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته لوړ شوی دی.

 ښاغلي مایار زیاته کړه تېره ورځ له کورونا څخه د رغېدلیو شمېر ۲۰۶ تنو او د مړو شمېر یې ۴۷ تنو ته رسېدلی دی.

 د مایار په خبره کابل د کورونا د ۴۴۶ پېښو په لرلو تر ټولو مخکې روان دی او ورپسې هرات له ۳۸۶ پېښو سره دویم او کندهار له ۲۰۳ پېښو سره دریم خطرناک ولایت دی.

 دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۲۸۳۴۶۹۷ تنه دی چې د مړو شمېر یې ۱۹۷۴۲۱ او د روغو شویو کسانو شمېر یې ۸۰۸۰۲۴ تنه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *