تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ورسره د ټول هېواد په کچه د کورونا ویروس ۱۷۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ټولو پېښو شمېر ۲۴۶۹ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار نن شنبه غرمه په یو خبري کنفرانس کې وویل، تازه پېښې په کابل، هرات، بلخ، جوزجان، قندهار، غزني، بغلان، لوگر، تخار، غور، زابل او هلمند کې ثبت شوې دي.
د مایار په خبره تر ټولو ډېرې تازه ۷۵ پېښې په کابل کې ثبت شوي او وربۍې په هرات کې ۲۳، په بلخ کې ۱۸، په جوزجان کې ۱۶، په کندهار کې ۱۵، په غزني کې ۱۰ او په بغلان کې ۷ مثبتې پېښې تشخیص شوې دي: (( همدراز په لوګر کې ۵، په تخار کې ۴، په غور کې ۳، په زابل کې ۲ او په هلمند کې یوه نوې پېښه لرو.))
نوموړی وايي، په دې سره ۳۳ ولایتونو کې د کورونا ناروغان ۱۴۶۹ تنه شول چې تر ټولو زیات ناروغان یې په کابل، هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې دي.
وحید الله مایار زیاته کړه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ویروس خه ۲۱ کسان روغ شوي او د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۳۳۱ تنو ته رسېدلی دی: (( لس نفره په هرات، ۸ په هلمند، ۲ په نیمروز، یو په غور کې تازه روغ شوی دی.))
نوموړي زیاته کړه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یادې ناروغۍ څخه یو یو کس په خوست، کندوز، بلخ، کندهار، او هرات کې مړه شوي چې د مړو شمېر ورسره ۷۳ ته لوړ شوی دی.
دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس ۳ میلیونه ۴۰۲ زره او ۲۱۱ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې ۲۳۹ زره او ۶۲۵ تنه مړه شوي او یو میلیون ۸۴ زره او ۱۸۷ کسان روغ کورونو ته ستانه شوي دي.