تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱ مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، تازه پر کورونا وېروس ۶۳ افغانان اخته شوي، چې ډېر یې په کابل ولایت کې دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له ډلې یې ۳۱ په کابل، ۱۶ په بلخ، ۶ په کنړ، ۴ په هرات، ۳ په بغلان او په لغمان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې یو یو تن تازه پر دې وېروس اخته شوي دي.

د هغه په خبره، په هېواد کې د نوو پېښو په ثبتېدو سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۹۹۶ تنو ته ورسېد.

د مایار په وینا، په هېواد کې تازه له کورونا وېروس ۱۵ تنه ښه شوي، چې په دې سره له کویډـ ۱۹ ناروغۍ د روغو کسانو شمېر ۱۳۱ تنو ته ورسېد، چې ډېری روغ شوي کسان په هرات ولایت کې دي.

هغه وایي، تر اوسه کورونا وېروس د ۳۳ افغانانو ژوند اخیستی دی.

روغتیایي چارواکي له هېوادوالو په ټینګه غوښتنه کوي، چې کورونا وېروس جدي وبولي او لازمو تدابیرو ته پام وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *