تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د حمد الله صالحي په نوم یو ډاکټر د افغانستان په کچه د لومړي ځل لپاره یو ماشوم ته د تترکورډ یا د ملا د هډونو په مهرو کې د حرام مغز د بندښت کامیاب جراحي عملیات وکړل.
حمدالله صالحي تاند ته وايي، میاشت وړاندې ورته یو څوارلس کلن ماشوم راوستل شو چې د ملا د ستون فقرات هډونه یې په غیر طبیعي ډول سره ورغلي او د دغه ماشوم ژوند یې د فلج له ګواښ سره مخ کړی و.
د ډاکټر صالحي په خبره: (( دا عملیات ډېر سخت و ځکه د تتر کورډ یا په غیر طبیعي شکل سره د ملا د تیر هډوکو نښلیدل که په مناسب وخت کې تشخیص نه شي د انسان د فلج لامل کېږي، دا عملیات که ناکام شي هم انسان فلج کوي، خو موږ الحمدالله په کور دننه په لومړي ځل داسې عملیات وکړ.))
ښاغلی صالحي وايي، تر دې وړاندې د هېواد په روغتونونو کې د تترکورد پېچلي عملیات ناشوني وو او خلک مجبورېدل چې له هېواده بهر ولاړ شي.
ښاغلي صالحي له هندوستان څخه د ملا د ناروغیو په برخه کې تخصص لري او له یوې لسیزې راهیسې په هېواد دننه ذ د ملا د ډیسک، د مغزي سرطان، مغزي خونرېزۍ او د ستون فقرات د کسر درملنه او د خلکو خدمت کوي.