epa02416396 Trucks carrying Afghan transit trade supply are waiting for custom clearance at Pak-Afghan border in Chaman, Pakistan, 28 October 2010. Pakistan and Afghanistan sign the Afghanistan Pakistan Transit Trade Agreement (APTTA) in Kabul on October 28. EPA/MATIULLAH ACHAKZAI

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د افغانستان د احصایې ملي ادارې د ارقامو له مخې په تېرو ۱۸ کلونو کې د لومړي ځل لپاره پاکستان په افغانستان کې د خپلو صادراتي توکو بازار له لاسه ورکړی دی.

د ملي احصایې ادارې د مرستیال حسیب الله مؤحد په خبره افغانستان لپاره دا مهال تر ټولو لوی صادروونکی هیواد ایران دی او له افغانستان څخه تر ټولو لوی واردوونکی هیواد هند ګرځېدلی دی ځکه په ۱۳۹۸ مالي کال کې شاوخوا ۵۰ سلنه توکي له افغانستانه هند ته صادر شوي.

د نوموړي په خبره په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هېواد په صادراتو کې له شاوخوا ۸۶۳ میلیونه ډالرو، څخه څه باندې ۴۱۰ میلیونه ډالره د هغو سوداګریزو توکو ارزښت دی چې، هند ته صادر شوي دي: ((له هند وروسته، د افغانستان ډېری صادرات پاکستان، چین او ترکیې ته شوي دي خو افغانستان بیا تر ټولو زیات توکي له ایران او تر هغې وروسته له چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو راواردوي.))

د مؤحد په خبره پاکستان درې کاله پخوا افغانستان ته تر ټولو لوی صادروونکی هیواد و، خو اوس دا ځای ایران نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پاکستان ته اخطار ورکړی و چې له افغانستان سره پرله پسې د فشار په توګه د بندرونو تړلو افغانستان اړ کړی دی چې له منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي، چې په دې کار کې به تاوان یوازې پاکستان ته ورسېږي.

One thought on “افغانستان کې په لومړي ځل د پاکستان د دوه لسیزو لوی صادراتي بازار مات شوی دی”
  1. په خواشینۍ سره بایدووایو چې پاکستان په نړیوالو اړیکو کې خصوصا له افغانستان سره ماشومانه لوبې کوي. یوه ورځ تورخم ، بله ورځ سپین بولدک تړي ، بله ورځ بیا پخلا وي .
    هغوي د اسلامي ورورولۍ ، ښه ګاونډیتوب او مسالمت آمېزه ژوند هېڅ اصول ندي مراعات کړي. تل یې د خپل مسلمان ورور پښې وهلي او زمونږ په وینو یې خپلې ژرندې فعاله ساتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *