تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: شینهوا اژانس د انګلیسي ډیلي اووټلوک ورځپاڼې له قوله خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې دا مهال ۶۰۰۰۰ مېرمنې د سینې په سرطان اخته دي چې زیاتره یې په کابل کې دي.

 دا شمېرې د افغانستان د سرطان د مخنیوي سازمان له لوري په لسو ولایتونو کې شوي دي چې ښيي تر ټولو زیاتې د سینې د سرطان ناروغانې په کابل کې دي.

 د دغه سازمان مشر جواد صفي وايي، له کابل وروسته په بلخ، پنجشېر او کاپیسا کې د سینې په سرطان اخته ناروغانې زیاتې دي.

 بلخوا د عامې روغتیا وزارت هم تایید کړې چې د سینې د سرطان ناروغي په افغانستان کې وژونکې او مخ پر ودې روانه ده.

 ډیلي اووټلوک ورځپاڼې ته ډاکټرانو ویلي چې پر ماشوم د شیدو بندول، سګریټ څکول او چاغښت د سینې د سرطان مهمې نښې دي.

 راپور وايي، دا مهال د افغانستان په جمهوریت روغتون کې یوازې د سرطان د اخته ناروغانو لپاره ۶۵ چپرکټونه ایښودل شوي دي، چې هیڅ د تداوۍ اسانتیا نه ورته لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *