د هلال لیکنه –

کرکټ په افغانستان کې په وروستیو شاوخوا لسو کالونو کې وده وکړه، نوم یې پیدا کړ، لوبډله یې معلومه شوه او بیا په همدې کمه موده کې دومره وځلیده چې نړۍ یې هم ګوته په غاښ کړه.

د کرکټ پوهانو له قوله چې کرکټ د چانس لوبه ده خو زه له دې خبرې سره موافق نه یم.

په دې دلیل چې که یو څوک تخنیکي او مسلکي لوبه وکړي، بریا د هغوی ده، دا سمه ده چې د لوبغالو د هوا بدلون او د سیمې تغیر به یې یو څو فیصده چانس ته هم ورګرځوي.

افغانستان په تېرو شاوخوا لسو کالونو کې ډېرې لوبې وکړې، ویاړونه یې را په برخه کړل، میدانونه یې وګټل او جامونه یې راوړل خو لویه نیمګړتیا یې دا احساس کیدله چې ګویا مسلکي او تخنیکي لوبه نشي کولای.

اوس اوس د افغانستان کرکټ وضعیت بدل شوی دی. لوبغاړي په ځانونو باور لري او میدان ته په ښکته کیدو مسلکي او تخنیکي لوبه کوي.

د اوسني نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې افغانستان دا هر څه په ثبوت ورسول.

اوله لوبه یې د سریلنکا خلاف وه، هغسې لوبه یې وکړه چې تر اخره هم د افغانستان د بري چانس وه حتی نړیوال کرکټ مبصرین یې هم حیران کړل.

دویمه لوبه د سوېلي افریقا په مقابل ډېره منظمه وه. کله چې سوېلې افریقا د توپ وهنې پرېکړه وکړه ډېرو دوستانو له اوله ورته له دوه نیمو سوو د زیات هدف ټاکلو وړاندوینې کولې او وېره وه چې تاریخي هدف ونه ټاکي خو افغان لوبغاړي پر میدان ښه ولوبیدل او دا یې وښوده چې دوی د کرکټ راتلونکي نړیوال ستوري جوړیدلی شي.

دریمه لوبه یې بیا د کرکټ له بنسټګر هېواد انګلېنډ سره وه.

کله چې دا لوبه پیل شوه، بیا هم افغان بالرانو دا پیاوړی هېواد را ایسار کړ او ډېر ژر، ژر یې د دوی تکړه بېټسمېنان له لوبې بهر کړل، ورپسې افغان بېټسمنانو لوبه وکړه که څه هم ژر ژر اوټ شول خو سیاله لوبه یې وکړه.

نن د کرکټ نړۍ له یوې بلې مخکښې لوبډلې وېسټ انډیز سره د افغان زمریانو لوبه وه.

ددې هېواد د لوبغاړو د ښو لوبو کیسې پر ټوله نړۍ خورې دي. په همدې نړیوال شل اوریز جام کې د انګلېنډ خلاف لوبه کې ګرېسګېل د ۱۱ شپږیزو او پینځو څلوریزو په مټ ۱۰۰ ناسوځیدلي منډې وکړې.

همداسې ددې لوبډلې هر بېټسمېن دا وړتیا لري چې د مقابل ټیم ورکړل شوی هدف پوره کړي.

خو دا کیسه د افغانستان خلاف معکوس شوه.

افغانستان ورسره سیاله لوبه پیل کړه، د مقابل لوري بالرانو افغان توپ وهونکو ته چانس ورنه کړ چې هدف لوړ کړي او ډېر منډې ترلاسه کړي خو بیا هم له ۱۲۴ هدف څخه افغان اتلان ایسار نشول.

د لوبې لومړي اېنګز تر ختمیدو وروسته د ټولو تمه دا وه چې افغانان یوازې ښه لوبه وکړي دا هم بریا ده، نه داچې لوبه وګټي ځکه وېسټ انډیز له هدف را ایسارول بیخي ناجایزه معلومیده.

خو د افغانستان کرکټ ملي ټیم ټولو لوبغاړو له زړه نه خواري وکړه، ښه توپ اچونه یې وکړه او ښه فیلډېنګ یې ترسره کړ.

لوبه ډېره حساس پړاو ته ورسیده، ځوان نجیب ځدراڼ د لوبې په وروستي اور کې حیرانونکی کېچ وکړ او دا یې یقیني چې نور لوبه زمونږ ده، چې همداسې وشول.

دا ومنئ له چا سره چې مخامخ شوی یم د سر خبره یې همدا وي چې ناممکنه یې لوبه یې وګټله او کرکټ ملي لوبډلې تاریخ جوړ کړ.

دا نو د څه پایله ده؟

د ښه مدیریت او رهبرۍ نتیجه ده چې نن افغانان دغسې تاریخي بریاوې لاسته راوړي.

د کرکټ بورډ ادارې ښه همغږي، د نوښتونو کول او لوبغاړو ته د روزنې د ښو زمینو برابرولو پایله ده چې نن افغانستان د بریا په ډګر کې ځلیږي، افغانستان نن د تاریخي نوم ثبتونې جوګه دی او پر افغان ځوانانو په نړیواله کچه حیرانونکي تبصرې کیږي.

که په هره برخه کې دغسې په صداقت، رښتنوالی او د زړه له تله په وطني مینه مخکې لاړ شو، وخت ضایع نه کړو، قربانۍ ورکړو په هره برخه کې له شته وړتیاوو ګټه واخلو بری زمونږ دی.

یو ځل بیا دې افغان ځوریدلي خو قهرمان ولس ته دا لویه بریا مبارک وي، اتلان دې وځلیږي او د کرکټ بورډ اداره دې لا پرمختګ وکړي.

د سوکاله، اباد او پرمختللي افغانستان په هیله!!!!

خالد خان – کابل افغانستان

One thought on “افغانستان یو ځل بیا د کرکټ په نړۍ کې تاریخ جوړ کړ”
  1. da coach zyar ham bayad ostayal she ao hera de na v che coach orsara pa hara barkha ke kha pa ekhlas koshesh kary………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *