تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: په کاناډا کې یوه افغانه مریم منصف د دویم ځل لپاره د دغه هېواد پارلمان ته بریالۍ شوه.
اغلې مریم منصف د لیبرال ګوند په استازیتوب له د اونټاریو ایالت له پیټروبرو سیمې څخه کاناډا ته تللې ده.
مریم منصف په ۲۰۱۶ کال د لومړنۍ افغانې مېرمنې په توګه د جسټن ټروډو په کابینه کې شامله شوه او د کاناډا د ډیموکراټیکو بنسټونو د وزیرې په توګه یې کار وکړ.
د جسټن ټروډو له ګوند څخه سږ کال دوه ایرانیان هم پارلمان ته بریالي شوي دي.