« افغانه نجلۍ » د هغه عکس نوم دی چې د یوه امریکایي فوټو ژورنالسټ سټیو مک کاري له لوري اخیستل شوی دی.

د شربت ګلې په نوم د یوې افغانې نجلۍ دغه عکس په ۱۹۸۴ زېږدیز کال پېښور ښار ته څېرمه د کډوالو په کمپ په ناصرباغ کې د یوه امریکایې فوټو ژورنالست سټیو مک کاري له خوا، چې د امریکا د جغرافیه پوهنې د ملي ادارې () له پاره یې کار کاوه، اخیستل شوی دی.

شربت ګله هغه مهال، چې عکس ترې اخیستل شوی و، د ناصرباغ د کډوالو په کمپ کې په یوه ښوونځي کې وه.

دغه عکس ته د ایټالیايي انځورګر لیو ناردو داوېنچي له یوه انځور سره، چې نوم یې مونا لیزا دی، تړاو ورکړل شو.

دغه عکس د ۱۹۸۵ زېږدیز کال په جون میاشت کې، د امریکا په نېشنل جیوګرافیک مجله کې، د «افغانې نجلۍ» تر نامه لاندې چاپ شو او له دې وروسته خورا مشهور شو.

شربت ګله تر ۲۰۰۲ زېږدیز کال پورې د « افغانې نجلۍ » په نامه یادېده، چې په همدې کال یې خپل نوم یانې شربت ګله په ډاګه شو.

دغه عکس په داسې حال کې اخیستل شوی چې شربت ګلې سور سالو پر سر کړی او اوبو ته ورته شنې سترګې یې کمرې ته مخامخ نیولي دي، چې په ۱۹۸۰ یمه لسیزه کې د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حالت انځورګري کوي.

زاهدالله ځلاند
زاهدالله ځلاند

دغه عکس، هغه مهال د نېشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کې، تر ټولو غوره عکس ګڼل شوی و.

د « افغانې نجلۍ » اصلي نوم تر ۱۷ کلونو پورې نامعلوم و. د یاد عکس اخیستونکی او ورسره نور ملګري یې په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې څو ځلې د شربت ګلې په لټون پسې ناصرباغ کمپ ته ورغلي وو؛ خو بریالي شوي نه وو.

د ۲۰۰۲ ز کال په جنورۍ میاشت کې د نېشنل جیوګرافیک ادارې څو کارکوونکي، د شربت ګلې د موندنې له پاره افغانستان ته لاړل او د ډېرو پلټنو او اختنو، پوښتنو وروسته یې شربت ګله، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې عمر ۳۰ کاله و او خپل هېواد ته په ۱۹۹۲ ز کال کې ستنه شوې وه، د افغانستان د ننګرهار ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې وموندله. شربت ګله د خپل مشهور عکس نه تر دې دمه ناخبره وه، خو د مجلې کارکوونکو ترې خبره کړه.

شربت ګله پښتنه ده او شپږ کلنه وه، چې د پخواني شوروي اتحاد له لوري یې په بمبارۍ کې، مور او پلار له لاسه ورکړي او په ۱۹۸۴ ز کال کې، د خپل ورور، درې خویندو او نیا سره، د پېښور ناصر باغ د کډوالو کمپ ته کډوال شوي دي.

نوموړې ۱۹۸۰ یمې لسیزې په پای کې له رحمت ګل سره، په پېښور کې واده کړی او په ۱۹۹۲ یمه لسیزه کې خپل هېواد ته ستنه شوې ده.

شربت ګله درې لوڼې لري، چې روبینا، زاهده او عالیه نومېږي او څلورمه لور یې په کوچنیوالي کې مړه شوې ده.

د نېشنل جیوګرافیک کارکوونکو چې کله ګله موندلې وه؛ نو د هغې د کورنۍ د روغتیا ټول لګښتونه یې هم په غاړه اخیستي او همدا راز یې ګله د حج د ادا کولو لپاره لېږلې وه.

اوس مهال چې تاسو هر کله په انټرنېټ کې، د افغان تر نامه لاندې د کوم عکس پلټنه کوئ؛ نو هرومرو به دغه انځور هم درته ښایي.

——————————————————-

په وروستیو کې ډېر لیکونکي د عکس یا فوټو پر ځای د انځور کلمه کاروي. انځور د رسم یا نقاشي معادل دی. ښه ده چې دا توپیر رعایت شي. که رعایت نه شي د داوینچې د شهکار اثر، چې په دې لیکنه کې یې هم یادونه شوې ده، او عکس توپیر به څرنګه کوو.

تاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *