تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: په انګلستان کې یوه افغاني الاصله پېغله مارینا خان د شرق او غرب د فیشنونو په ګډولو سره د نوې طراحۍ لباسونه بازار ته وړاندې کړي دي.
نوموړې د افغانستان د دودیزو ګاڼو، لباسونو یو تازه برانډ جوړ کړی دی چې له غربي موډ او فیشن سره یې په ګډولو نوی رنګ خپل کړی او ګڼ مینه وال یې پیدا کړي دي.
نوموړې وايي، په دې کار سره غواړي د افغانستان فرهنګ نورو ته په یوه الګو بدل کړي او په برېټانیا کې یې دغه کار تود بازار پيدا کړی دی.
مارینا خان چې په انګلستان کې شوې او لویه شوې ده، وايي مور و پلار یې د افغانستان دي او دې د خپل مورني ټاټوبي له ګاڼو او لباسونو سره فطرتي مینه پیدا کړې ده.