لیکوالان: راحت خپلواک او فضل هادي هادي
اتڼ دودیزه ګډا ده چې په ډله ايز ډول ېې سړي د ښادیو په محفلونو کې تر سره کوي. اتڼ د افغانستان د اجرایي هنر (Performing Art ) برخه ده. اتڼ د افغانستان ملي نڅا ده چې له ډیرې اوږدې مودې راهیسې د دغه هیواد د خلکو د کلتور یو برخه ګرځیدلې ده (BBC, 2019) . کلتور د یوې ټولنې ترجماني کوي. د ټولنې ارزښتونه، نورمونه، رواجونه، تمایلات …راښیي. په همدې اساس کولای شو چې ددې دودیزې ګډا «اتڼ» څخه داسې اقتباس وکړو چی د افغاني ټولنې جوړښت ، ارزښتونه، تمایلات، اولویتونه، کلتوري عناصر، ټولنیزه روحیه… ورڅخه مالوم کړو. زما په آند د آتڼ څخه د افغاني ټولنې ډيری اړخونه برسیره کیږي لکه زمونږ ټولییز ژوند، د ملت څخه تل د حکمرانانو مخکې تلل، د حکمرانانو لخوا د ملت لپاره لاره سخته ول، د ټولنې په چارو کې د ښځو محرومیت، د غریبې طبقې محرومیت، د ټولنې د ودې بهیر، له اقتصادی پلوه د خلکو اسراف او داسی نور.
دا چې په اتڼ کې مخکښ (لومړی کس) تل هڅه کوي چې اتڼ ورو ورو سخت کړي تر څو ترې نور شاته پاتې شي. زمونږ په ټولنه کې هم همداسې تل پاچاهانو او حکمرانانو د ټولنې د «سټیمینا» سره موازي حرکت ندی کړی او تل ورڅخه ټولنه وروسته پاتې شوې ده. بلکه تل د ټولنې مشرانو هڅه کړې چی له ټولنې سره توپیر ولري او له دوۍ مخکې حرکت وکړي.
دا چې اتڼ په ټولییز ډول ترسره کیږي ددې څرګندونه کوي چی ټولنه مو ټولییز ماهیت (Collective Nature ) لري او د غرب خلاف چې فردي ماهیت (ّIndividualistic Nature ) لري د ټولنې مثبت اړخ جوتوي. په استرلیا هیواد کې یوه څیړنه راښئ چې په استرلیا کې پرمختګ نیغ په نیغه ددغې ټولنې اجتماعیت سره اړیکه لري. ټولنپوهان دغې پدیدې ته ټولنیزه پانګه یا Social Capital) ) وایي. نو ویلای شو چې ملي اتڼ د افغاني ټولنې ریښتونی انځور چې هماغه (اجتماعیت) دی، را جوتوي. د بیلګې په ډول د حشر کانسپټ زمونږ په ټولنه کې راښئ چې مونږ د تاریخ په اوږدو کې ټولییز فعالیتونه په ګډه تر سره کړي دي او لا یې هم تر سره کوو. همدا ډول که چیرې جرګې او مرکې په تاریخي ډول تر څیړنې لاندې ونیول شې نو وبه مومو چې جرګې هم تل په ټولییز ډول ترسره شوي دي او هغه جرګه چې ډیر ګډونوال ولري د ډير لوړ حیثیت (پرستیژ) څخه برخمنه وي. لویه جرګه مو چې د ټولنې د ټولو قومونو او اړخونو څخه جوړیږي او لویې پرېکړې کوی د همدی اجتماعیت یو ښه مصداق دی.
دا چې د اتڼ په لومړیو شیبو کې د ګډونوالو (نڅاګرو) تعداد زیات وي او د اتڼ مخکښ غړي هم کوشش کوي تر څو د اتڼ ډله لا زیاته او وغځوي او نندارچیانو ته وښئي چې د یوې لویې ډلې لرونکی او سرکښ دی، خو وروسته بیا کوښښ کوي ترڅو د اتڼ د حرکاتو په ستونزمن کولو سره خپل شاتني خلک له صحنې لرې او ناستې ته اړ باسي. دا ډول کړنې دا په ګوته کوي چې زموږ د ټولنې زورواکو او سیاستوالو تل له خپلو خلکو نه د یوه نظامي مانور په څیر استفاده کړې او کله چې د ټولنې وروسته پاتې خلکو په ټولنه کې خپل ځای موندلی، بیا وروسته په ډیر سیستماتیک ډول د همدې زورواکو او سیاستوالو لخوا رټل شوي او له صحنې ایستل شوي دي.
په اتڼ کې مو وړاندې او بیرته تګ د ټولنې په تکامل او پراختیا کی ژور نوسانات راښیئ. داسې مالومیږي چې ټولنه مو چې څومره مخکې تللې هومره وروسته پاتې کیږي. لکه څنګه مو چې په اتڼ کې مخکې تګ ډیر په څوکه وي همداسې مو د ټولنې د ودې بهیر هم ډیر ټکنی ده.
دا چې په اتڼ کې ډیری وخت ښځې ګډون نکوي ددې ښکارندویې کوي چې ښځې مو د ټولنې محرومه اوخواره طبقه ده، او ډیری وخت د ټولنې له اصلي جریانونو څخه چې اقتصاد، سیاست… ده بې برخې ساتل شوي دي. او دا برخه له آره د سړیو (نارینه وو) په لاس کې ده، دوۍ چې په کومه وغواړي ټولنه راوڅرخوي را څرخووي یې، په بله معنا چې د ټولنې اصلي لوبغاړي سړي دي او دوۍ ددې ټولنې د وروسته والي عمده لاملونه دي. په آتڼ کې هم مخکښ او هم ګډونوال ټول سړي وي په همدې ډول مو تل مشران سړي وؤ او ملت یې هم یوازې د (سړیو) مجموعه ګڼلې او کیدای شي همدا لامل واوسي چې د تاریخ په اوږدو کی مو د قوانینو په بطن کې ښځه هیره شوې.
او دا چې یوازې په ښادیو کې سره اتڼ کوو او راټولیږو ددې څرګندونه کوي چې ډیر کم سره راټولیږو او ډير کم وختونوکې مو یووالی ساتلی ده… او بیا سره پاشلی یو.
ډولچي چې د اتڼ اصلي هسته ده او د اتڼ لپاره هنري اسباب تیاروي یا غږوي خو داسې ښکارې چې دی هم د اتڼ د مخکښو غړو -چی ډيری وخت ملکان، خانان او د ټولنې منلې څیرې وي- په امان کې نشي پاتې کیدای. بلکه هڅه کیږي چي په یو ډول دی هم پاتې راولي تر څو د تربوروالۍ په لوبه کې بریالی نشي. په اتڼ کې هغه کس چی ډول غږوي هفه ته (ډم ) ویل کیږي چې په خپل ذات کې یوه منفي او له تحقیره ډکه کلمه ده. پښتانه یې حتی د ښکنځلو لپاره کاروي. همدغه (ډم ) چې دده په نشتون کې اصلا اتڼ شونی نده له ذلت، خوارۍ، سپکو سپورو سره مخامخ کیږي او له مختلفو لارو رټل کیږي. دلته ده چې د جرمني ټولنپوه کارل مارکس د (Alienation ) داعیه صدق کوي چې وايي د ټولنې غریبه طبقه چې د سرمایه دارې طبقی په کارخانو کې توکي تولیدوي خو خپله همدې توکو ته لاسرسی نلري او په خپلو لاسو له تولید شوو توکو څخه محروم وي. د مارکس له نظره سرمایه داره ټولنې د دوو طبقو څخه جوړې شوي چې یو ته یی Bourgeoisie یا سرمایه داره او بل ته یی Proletariat یا غریبه طبقه ویل کیږي. او ددې دواړو طبقو تر منځ تل یوه پټه شخړه روانه ده چې دی ورته Class Struggle وایي. که اتڼ ته ځیر شو نو پوه به شو چې ډمان اصلا زمونږ د ټولنې غریبه او محرومه طبقه ده او اتڼچیان چې اصلي لوبغاړي دي د حاکمې طبقې استازولي کوي. تر دې چې ډم یا ډولچي نشي کولای په اتڼ کې برخه واخلي. په بله معنا له هغې نڅا څخه چې د دده په مټو روانه ده بې برخې ساتل کیږي. دا په حقیقیت د کوزې پښتونخوا خلکو د هغه متل ته ورته ده چې وایي:
په جولاګانو(غریبانو) څوک جرګې نه کوي
مطلب دا چې غریبه طبقه نشي کولای د ټولنې د تصمیم نیونې په چارو کې ګډون وکړي. او د دواړو طبقو تر منځ د واټن ساتلو کوښښونه کیږي. په حقیقت کې سرمایه داره طبقه تل هڅه کوي چې خپل جبر او زیاتي ته مشروعیت ورکړي او دغه مشروعیت اکثرا د شفاهي ادبیاتو لکه متلونه، سندرې، کیسې، او مقولو په واسطه تر سره کیږي چې فرانسوي ټولنپوه میشل فوکو ورته د (مشروعیت ورکونې لارې چارې) وایي (رزاقی, ۱۳۸۷). د همدې کړنلارو څخه په ګټه اخیستنې سره حاکمه طبقه تل هڅه کوي چې پر غریبه طبقه خپل ظلم او زورزیاتي ته مشروعیت ورکړي او ریښتوني یې ثابت کړي (Hussein, 2009). او په زړه پورې لا داده چې همدغه غریبه طبقه همدا اصلونه، معیارونه، ارزښتونه او نورمونه چې چورلټ د دوۍ په تاوان دي په یو ډول د ځان په ګټه بولي او د تایید لپاره یې د هوکې سرونه ښوروي.
د اتڼ بله برخه هغه ډله نندارچیان وي چې پدې نڅا سم نه پوهیږي او غواړي د پیسو په شیندلو او له سره تاوولو سره ځان پدې لوبه کې ورګډ کړي او له مالي پلوه ځان قوي او ځواکمن ښکاره کړي ، دغه برخه زموږ د ټولنې اقتصادي او مالي بیباکي را په ګوته کوي او ددې څرګندوی ده چی زموږ د ټولنې خلک د ځان ښودنې او د غیر سالم رقابتونو لپاره تر کومه حده بې ځایه لګښتونه تر سره کوي که څه هم دا پیسې وروسته بیا ډولچي ته ورکول کیږي خو دلته دا پوښتنه راولاړیږي چی دا پیسې ولې له وړاندې ډولچي ته نه ورکول کیږي؟ حقیقت داده چې دا هم یو ډول د ځان ښودنې مانور ده چی د ځان په ګټه یې ترسره کوي نه په ډولچي باندې د زړه سوي له مخې. همدا ډول زموږ په ټولنه کې یو ډله خلک دي چې د سبا او بیګا لپاره به خواړه نلري خو که چیرې د واده یا خیر او خیرات مسله را ولاړیږي همدا خوارځواکي او مسکین خلک به له نورو سره د سیالۍ په پار له یو او بله په لویه پیمانه پیسې پور کوي، منت به په سر اخلي په لکونو افغانۍ لګښتونه به تر سره کوي تر څو ددوۍ په اند د ټولنې برخه جوړه او له نورو سره سیال ژوند وکړي.
په همدې ترتیب که چیرې د اتڼ جوړښت ته ځیر شو نو وبه مومو چی د اتڼ ټول اوصول، قواعد او حرکات اتڼچیان تعریفوي نه ډول وهونکی، او ډول وهونکی باید د اټن د مخکښ غړي په خوښه ډول ووهي او کوښښ وکړي د هغه د حرکاتو سره سم ډول وغږوي دا چاره دا په نښه کوي چې دا طبقه خلک حتی په ډول وهنې کې هم له خپل انتخاب څخه محروم او بې برخې دي. لدې داسې ښکاري چې په افغاني ټولنه کې ټول اصول، قواعد، نورمونه، ارزښتونه، او حتی قوانین حاکمه طبقه ټاکي او غریبه طبقه مجبوره ده دا ټول په پټو سترګو ومني. دغه چاره په حقیقت کې د کارل مارکس د (Structure and Superstructure) د تیوري مصداق کوي. مارکس په دغه تیوري کې په څرګندو ټکو دغه ډول ناخوالو ته اشاره کوي او وایي چې د یوې ټولنې اصول هغه څوک ټاکي چی اقتصادي سرچینو او د تولید عواملو ته لاسرسی ولري. او غریبه طبقه په لاچاره توګه د سرمایه داره طبقې له خوا د تعریف شوو اصولو پیروي کوي او که ویې نکړي مجرم، بی لارې، او کبرجن ګنړل کیږي.
په پایله کې ویلای شو چې اتڼ د افغاني ټولنې یو ریښتونی انځور وړاندې کوي. اتڼ د دې ترڅنګ چې یوه ملي نڅا ده او خلک پکې په خورا مینه برخه اخلي خو تر شایې د افغاني ټولنې د نیمګړتیاوو یوه لویه فلسفه هم موندلای شو. په بله معنا اتڼ زمونږ د ټولنې ډینامیکس را په ګوته کوي. د یادونې وړ ده چې، اتڼ د افغاني دود یوه منلې نڅا ده چی خلک ورته په ډير درنښت ګوري. مونږ په دی مقاله کی بشپړ احتیاط کړی ترڅو دغې ملي نڅا ته جانبي زیان ونه رسیږي. او له لوستونکو څخه هم هیله کیږي چې له دی تحلیل څخه د ملي اتڼ په زیان منفي تعبیر ونکړي. په دغه تحلیل کی هڅه شوې تر څو د افغاني ټولنې انځور د اتڼ په جامه کی وارزول شي.
ماخذونه:
BBC. (3/October/2019). Arts-and-Literature. حصول از bbcpashto.com: https://www.bbc.com/pashto/arts-and-literature-49916263
Hussein, J. (2009). A Discursive Representatipon of Women in Sample Proverbs from EThopia Sudan and Kenya. Ethopia: Research in African Literature.
رزاقی, م. (۱۳۸۷). همنشینی با میشل فوکو با تاکید بر تاریخ جنسیت. تهران: سایت جام جم فلسفه.