په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګونو له برکته د ټوليزو اړيکو د وسايلو پرمټ د معلوماتو د شريکولو په برخه کې ګڼ پرمختګونه شوي او دې کار د افغاني رسنيو په وده او خپرونو رسولو کې زياته ونډه لرلې ده.
اوسنيو بېلابېلو افغاني رسنيو ته که له کيفيت ور تېرو شو، د کميت له اړخه يې ښه پرمختګ کړى، په ټول هېواد کې په سلګونو، انځوريزې، غږيزې او چاپي رسنۍ فعالې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده چې د بيان ازادۍ د پياوتيا په برخه کې خپل رول تر سره کوي.
له يوې خوا که ځينې رسنۍ د اقتصادي ستونزو په سبب له څو کلن فعاليت وروسته له خپرېدو لوېږي، نو له بلې خوا ورسره نوې رسنۍ رامنځته کېږي. د بېلګې په ډوله روانه مياشت د محور په نامه کابل چاپ ورځپاڼه د اقتصادي ستونزو په سبب ودرېده، خو په پکتيکا کې په منځنيو څپو د تلوسې په نامه نوې راډيو په خپرونو پيل وکړ.
په دې رسنيو کې اکثره په څو لويو ښارونو او يا د ځينو ولايتونو په مرکزونو کې کار کوي، خو د معلوماتي ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول د هېواد مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له خوا په هوا کې د يوې سپوږمکۍ “افغان سټ یو” له لګولو سره دا شونتيا زياته شوې چې له يوې خوا رسنۍ په ښه ډول تر خپلو مخاطبينو خپرونې ورسوي او له بلې خوا يې د غږ او تصوير په کيفيت کې هم ښه والى راشي.
د تېرې وروستۍ لسيزې په لومړيو کې چې په افغانستان کې انټرنېټي خدمتونه محدود او يا هم کمزوري او قېمته وو، نو رسنيو هم په انلاين برخې او له دې لارې د خپرونو په رسولو کې اسانتياوې نه درلودې او يوازې تر تر ځانګړو سيمو محدودې وې.
خو د انټرنټي خدمتونو، ټري جي او افغان سپوږمکۍ په فعالېدو سره د ټلويزيوني او راډيويي خپرونې پراخه او اسانه شوې، تر ټولو مهمه دا چې د خپرونو د رسولو تر ټولو زوړ سيسټم( انالوګ) يې پر ډيجيټل بدل کړ.
افغان سټ یو سپوږمکۍ په فضاء کې لومړنۍ افغان سپوږمکۍ ده چې د فرانسوي یو تل سټ شرکت په مرسته فعاله شوې ده، ددغې سپوږمکۍ په ازمویني دوره کې د لسو افغان تلویزیوني شبکو خپرونې پیل کړې او عملا په دغه سپوږمکۍ کې خپرونې لري.
د چارواکو په وينا ددې وسيلې له فعالېد سره سم د يادو لسو افغاني تلویزیونونو ترڅنګ دوه بهرني تلویزیونونه هم په افغان سپوږمکۍ کې داخل او د ليدلو وړ شول.
د “افغان سټ یو” تړون له فرانسوي شرکت سره د سږني میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د مخابراتو وزارت لاسلیک کړی و.افغان سټ یو سپوږمکۍ به په ټول افغانستان کې نه یوازې چې فعاله وي، بلکې په ګاونډیو هیوادونو او منځني ختیځ کې هم فعالیت ولري.
اوس که چېرته افغاني ټلويزيونونه وګورو، نو په خپرونو کې يې وياندويان او خبريالان تل وايي چې (تاسې د … نړيوال ټلويزيون) خپرونې ګورى. خو که د خپرونو محتوا ته يې ځير شى، نو يوازې په ټول افغانستان هم نه ممکن په مرکز يا څو ولايتونو پورې اړوندو پېښو او سيمو به را څرخېږي.
لومړى خو بايد دا ووايو چې له نړيوالتوب نه په اوسنۍ پېړۍ کې سترګې نه شو پټولى، د نړيوالتوب بهير هغه مهال پيل شوي، چې كله انسان له خپل كور و كلي ووت او د نړۍ نورو برخو ته يې سفرونه وكړل. دغه ډول سفرونه د يو شمېر نورو پېښو لامل كېږي.په دې مانا چې له ځان سره نورو ته افکار لېږدوي او بېرته يې خپل کلي کور ته هم ورسره راوړي.
هغه مهال چې انسان پرمختللې ټكنالوژۍ ته لاسرسي نه لاره، سوداګريز سفرونه يې پر اوښانو او نورو څارويو ترسره كول چې دغه سوداګريز سفرونه په خپله كولى شو د نړيوالتوب پيلامه وګڼو.
دا اغېز د ګړنديو ترانسپورټي وسايلو لكه موټر، الوتكه، بېړۍ، رېل ګاډي او نورو په راتګ سره لا زيات شو، د نړيوالتوب بهير يې لا ګړندى كړ. پر ټرانسپورتي وسايلو سربېره، نورو ارتباطي وسايلو هم لكه، راډيو، تلويزيون، موبايل او دا دي اوس انټرنيټ منځ ته راغلل، چې د دوي منځ ته راتګ د نړيوالتوب پروسه كې انقلاب ګڼلي شو.
د افغانستان ګڼې راډيوګانې او ټلويزيونونه اوسمهال په انټرنټ کې په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي، نو لومړى خو بايد ووايو چې د انټرنېټي خدمتونو په عامېدو سره يوه ډېره کوچنۍ ايف راډيو هم چې نټ کې خپرونې لري، نړيواله ده، خو وياندويان يې يوازې د ځان لوړ ګڼلو لپاره کوي او فکر کوي چې پر يوه نړيوال ستيج ولاړ دي.
په داسې حال کې که چېرته دهغوى خپرونو ته ځير شو، نو د نړۍ په کچه څه چې د افغانستان په کچه هم د محتوا له اړخه نه دي برابرې، کاش چې د نړيوالتوب سره د ټلويزيوني رسنيو خپرونې هم نړيوالې شوې وى.
لکه څرنګه مې چې وړاندې وويل، د انټرنټ له عامېدو سره طبيعي ده چې ټوله نړۍ په يوه کلي بدله شوې، انسانان سره نږدې شوې او د ټولنيزو اړيکو وسايلو په کې کارنده ونډه لوبولې ده، نو په داسې حال کې بيا هم له رسنيو سره د افغاني ټلويزيوني رسنيو د کارکوونکو تر منځ د نړيوال کلمې ذکر کول غير مناسب او ساده ښکاري.
بي بي سي يا نورې رسنۍ کې دا کلمه(نړيواله) کاروي، نو هغوى په حقيقت کې نړيوالې هم دي، د خپرونو کچه يې نړيواله ده، د هر هېواد لپاره حتى په هر هېواد کې اوس اوس د لږکيو په ژبه هم خپرونې لري، هرهېواد ته يې بېل سروېس شته، ځانګړي خبريالان لري او پېښې يې په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راولي، نو بايد نړيوال ورته وويل شي.
زموږ ټلويزيوني رسنۍ چې اوس اوس د ډيجيټل او نورو مډرنو اړيکنو وسايلو له لارې پراخه شوي، خپرونې يې لا هم محدودې او حتى خپل هېواد هم تر پوښښ لاندې نه شي راوستلى، وار خو د نړيوالو لېدونکو او مخاطب موندلو شو چې د هغوى قناعت حاصل کړي او څوک دې په دې بوخته زمانه کې ورته وخت بېل کړي.
البته موخه مې داده چې نور نو بايد افغاني ټلويزيونونه له خپلې دې ادعا سره د نړيوالې کچې خپرونې، سرچينې او معلومات هم ولري، يوازې په خوله د نړيوال ټلويزيون ويل او ځان نړيوال ګڼل څه ګټه نه لري، په دې پراخه او بوخته نړۍ کې خپلې رسنۍ ته د مخاطب او مينه وال موندل اسانه کار نه دى.
پاى
——————————
د لیکوال څو نورې لیکنې: