افغاني سره میاشت لومړنۍ اداره ده، چې د خپلو بې پرې خدمتونو لړۍ يې تر ګېرو ولسوالي پورې ورسوله او د ګېرو له سلګونو کورنيو سره يې په خوراکي توکو سربېره د اړتيا وړ غير خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجي،کمپلې، توشکې، لوښې او نور د او د اړتيا وړ توکي موجود و.
په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ریس سميع الله صديق تاند ته وويل، چې سره میاست يوه بشر پاله او بې پرې اداره ده، چې په جنګي سيمو کې د سره صليب له نړيوالې ادارې سره يو ځای جګړه ځپلو او اړو خلکو ته په روغتيايي خدمتونو سربېره د خوراکي توکو مرستې رسوي.

د غزني په ګېرو ولسوالي کې ۸۳۳ کورنيو باندې وروسته له هغې دا مرستې ووېشل شوې، چې د افغاني سرې میاشتې مسولينو په ياده ولسوالي کې سروي تر سره کړه.
د ګېرو ولسوالي، عنبرخېل،حکم کلا، عظمت، ادينو، ښوراب، فراریانو،مشخېلو، مسلي، تعمير او ځينو نورو کليو کې د جنګ له وېرې کډه شويو خلکو ته مرستې ورکړل شوې.
په غزني کې افغاني سرې میاشتې تر دې وړاندې هم په اړمنو خلکو مرستې وېشلې دي، د ګېرو يو تن استوګن عبدالوکيل هم د يادې ادارې له مرستو مننه وکړه، د نوموړي په وينا لومړی ځل دی، چې په ګېرو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له اړمنو خلکو سره مرسته کېږي.
عبدالوکيل په خبره ګېرو ولسوالي نه يواځې د فقر او بېوزلي ځپلې ده، بلکې د روغتيا په برخه کې هم له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ ده، چې تر دې مهاله دولت ورته هيڅ توجه کړې نه ده، دوی د سرې میاشتې له ادارې څخه د روغتيايي ستونزو د حل غوښتونکي شول.
ګېرو د غزني له مرکز څخه پنځه شپېته کېلومتره په واټن لرې پرته ولسوالي ده، چې د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې ده، روغتيايي خدمتونو نشتوالی او د پوهنې ټکنی روان بهير يې ستونزې څو برابره زیاتې دي.
په وروستيو کې د دولت مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ اوږدې جګړې د ګېرو اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړل، چې افغاني سرې میاشتې د جنګ له وېرې بېځایه شویو خلکو سره مرسته وکړه.