په دې مقاله کې په بریښنایي تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت د کلماتو د څرنګوالي هر اړخیزه څیړنه شوې ده، چی آیا په بریښنایي تذکرو کی د افغان او اسلام کلماتو ذکر ته اړتیا شته او که نه.
له تیرو دوو کلونو راپدیخوا د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ په نظري توګه پیل شوی ده، خو د عمل لپاره ئي زمینه نده مساعده شوې.
د افغانستان په فعلی شرایطو کې چی ټولنه د دې او ورته پروسو منلو لپاره نده چمتو شوې د داسې یو لوی تصمیم نیول له ستونځو نه خالي نده.
هغه ټولنې چی د ټولنیز نظام قواعد او مقررات په ځان باندې مني لمړی باید د ټولنې غړي د قانون تر سیوری لاندې راوستل شي او وروسته د قانون د تطبیق لپاره ګام پورته شي.
تر څو چی د ټولنې اکثریت غړی د ټولینزو قوانینو منلو ته چمتو نشي نو د قانونو پلې کیدل یا د ناکامۍ سره مخ کیږي او یا قانون په ټیټ کیفیت او مشکل سره د ټولنې په غړو باندې پلي کیږي.
افغاني ټولنه یوازی په کابل، کندهار، هرات، مزار او نورو ښارونو پورې محدوده نده. که مونږ دانګام، ارغنداب، زرمت، دایمیرداد، ناوه، پامیر او نورو وتلو سیمو ته نظر واچوو تر اوسه پکی کلیوال او صحرائي دود او دستور حکومت کوي. د قوانینو پلی کول او د نظام حاکمیت خو لا لیری خبره ده.
نو په دی اساس باید یوه ټولنه لمړئ د قوانینو منلو ته چمتو شي او وروسته قانون ورباندی پلي شی. په هر صورت اوس خو افغان حکومت دا ټوپ اچولی دې او نړیوالو مرسته کوونکو هم د ملاتړ ټټر ورته وهلې.
رابه شو اصلی موضوع ته چې کومې عمده او اساسي ستونځې د بریښنایي تذکرو د ویش د پیلیدو خنډ ګرځیدلي دې.
ظاهراً دوه اساسی ستونځې په دی لړۍ کی د اقوامو او ډلو تر منځ شتون لري چی یو یې د ملیت (افغان) مسئله ده او بله یی د دین (اسلام) مسئله ده. یوه ډله وایې چی د اسلام او افغان کلمه باید په بریښنایي تذکرو کې ذکر شي او بله ډله بیا افغان ته په پښتون پوری تړون ورکوي.
دا چی د دې دوو ډلو تر شا د چا لاسونه دې او کوم اهداف پکې نغښتي دی، یو مح��ود شمیر خلک ترې واقف دې.
یوه ډله خلک وائي چی د ملیت (افغان) کلمه دی په بریښنایي تذکرو کی ونه لیکل شي، او دا دلیل وړاندې کوی چی ګواکی (افغان) د پښتون په مانا دې، د ملیت پر ځای دې قومیت ذکر شي. مګر بله ډله بیا وایي چی افغان د پښتون په مانا نده او ټول اقوام باید د یو سیوري لاندې د افغان ملت په نوم ژوند وکړي.
د دې اختلافاتو د حل لپاره لومړئ باید قانون ته مراجعه وکړو، د افغانستان تر ټولو معتبر قانون دا افغانستان اساسي قانون دې. د افغانستان اساسي قانون څلورمه ماده په دی اړه په لاندې ډول صراحت لري:
د افغانستان اساسی قانون:
څلورمه ماده:
پــــه افغانســتان كــې ملــي حاكميــت پــه ملت پورې اړه لري چې په مسـتقيم ډول یـې پـه خپلـه يـايې د خپلـو اسـتازيو لـه لارې عملي كوي.
د افغانسـتان ملـت عبـارت دی لـه هغـو ټولــو افــرادوڅخـه چـې د افغانســـتان تابعيت ولري.
د افغانسـتان ملـت لـه پښـتون، تاجـك، هزاره، ازبك، تـركمن، بلـوچ، پشـه يـې، نورســـتاني، ايمــاق، عرب، قرغيـــز، قزلبــاش، گــوجر، براهــــوي او نــــورو قومونوڅخه جوړ دى.
د افغـان كلمـه د افغانسـتان د ملـت پـر هر فرد اطلاق كيږي.
د ملــت هــيڅ يــو فــرد د افغانســتان لــه تابعيت څخه نه محروميږي.
پـه تابعيـت او پناه وركولو پورې مــربــوطې چـارې د قانـــون له لـيـارې تـنـظـيـمـيـږي.
بناءً د افغانستان اساسی قانون د څلورمی مادی څلورم بند په صراحت سره وایي چی (د افغـان كلمـه د افغانسـتان د ملـت پـر هر فرد اطلاق كيږي). په دی اساس سره ویلای شو چی افغان د پښتون په مانا نه بلکی ټول هغه قومونه چی د اساسی قانون د څلورمی مادی په دریم بند کې ذکر شوي دی د افغان په نامه یادیږي.
دویم دلیل یی دا دې چې په اکثریت هیوادونو کې مختلف اقوام، ادیان او ژبی سره ژوند کوی مګر کله چې د یو ملت په صفت د خپل هیواد نه بهر ته سفر کوي ټولو اتباعو ته یو نوم استعمالیږی.
د بیلګې په توګه کولای شو هندوستان نه یادونه وکو، په هندوستان کی په سل هاوو قومونه، ادیان، ژبی او خلک ژوند کوي، مګر کله چی له هندوستانه بهر ته ووځي نو د (Indian) یا هندوستاني اطلاق ورته کیږي نه د ګجراتی، سکهــ مراتی او یا کوم بل.
روسي تبعی ته د روسیه نه بهر (Russian) یا روسی وایي، امریکایی تبعی ته (American) یا امریکایی وایي، چینایی تبعی ته (Chines) یا چینایی وایي.
نو که چیرته مونږ د خپلو بریښنایي تذکرو نه د افغان کلمه اوباسو او پر ځای یې تاجیک، ازبک، پشه ئی ولیکو نو د هیواد نه بهر به بهرنیان زمونږ تاجیک د تاجیکستان تبعه بولی، ازبک به مو د ازبکستان تبعه، پشه ئی او دا نور قومونه خو لا پریږده.
دریم دلیل یې دا دې چی د یو هیواد ملی او اساسي ارزښتونه چی هغه هیواد نړۍ ته ورپیژنی د هغه هیواد نوم، جغرافیائي موقعیت، ژبه، دین، پیسه (کرنسي)، دود او دستور، تاریخ او سیاست دې.
زمونږ د هیواد نوم افغانستان دې، جغرافیایي موقعیت یې د آسیا په زړه کي دې، رسمې ژبې ئی پښتو او فارسی دې، دین یې اکثریت مطلق مسلمان دې، کرنسي یې افغانۍ ده، دود او دستور یې جرګه او میلمه پالنه ده، تاریخ یې۵۰۰۰ کلن دې چی په زرینو کرښو لیکل شوې دې او سیاست یې د سیمې په شرایطو پورې تړلی دی.
کله چی نوم یی افغانستان شو نو نشو کولای د ملیت نوم یی پښتون، تاجیک، هزاره او یا ازبک کیږدو. ولی چی د ملیت نوم د هیواد د نوم څخه اخیستل کیږي. لکه ترکیه (ترکی)، جاپان (جاپانی)، برازیل (برازیلی) او داسی نور.
پورتنیو دریو دلیلونو ته په کتو سره ویلای شو چی د افغان د کلمې ذکر په بریښنایي تذکرو کې هیڅ کوم قانونی او حقوقي ستونځه نلری مګر نشتون یی لاندی ستونځې پیدا کولای شي:
لومړی: بهر ته سفر
کله چې یو افغان تبعه د هیواد نه بهر سفر کوي نو په بهرنيو هیوادونو کې د هر هیواد د قانون مطابق د بهرنۍ تبعی مشخصات ثبت کیږی. په فورمونو کی د بهرنۍ تبعی د ملیت یا (Nationality) لپاره کرښه ځانګړی شوی وي. که چیرته د بهرنۍ تبعې ملیت په پاسپورټ او نورو اسنادو کې نه وي لیکل شوي نو دغه کرښه خالی پاتې کیږی او سیستم راجستریشن نه قبلوي، او افغان مسافر به شعبه په شعبه سرګردانه ګرځوی. که چیرته د افغان د کلمې نه منصرف شو نو په بهرنیو سفرونو کې به له ستونځو سره مخ یو.
دویم: په بهر کی د تحصیلی اسنادو اخیستل
کله چی زمونږ هیوادوال د افغانستان نه بهر په نورو هیوادونو کې تحصیل کوې نو د دوی د شمولیت او فراغت په سوانحو او اسنادو کې د دوی ملیت (Nationality) لیکل کیږی، که چیرته د دوی ملیت نا معلوم وي نو هم په شمولیت او هم په فراغت کې دوی ته ستونځې پیدا کیږي.
دریم: بهرنیانو سره شراکت
کله چې یو افغان وغواړي د یو بهرنې سره شراکت وکړي نو د دوی د شراکت په اسنادو کې د قانون مطابق ملیت یا (Nationality) ته ضرورت پیدا کیږي، که چیرته د افغانی تبعې ملیت معلوم نه وی نو د شراکت اسنادو جوړول به یې له ستونځو سره مخ شي.
څلورم: آنلاین معاملات یا آنلاین ریجستریشن د تجارتي معاملاتو لپاره:
په آنلاین راجستریشن کې چی اکثراً په تجارتي برخو کې ترې ګټه پورته کیږي سیستم د ملیت یا (Nationality) غوښتنه کوی، که چیرته زمونږ ملیت نا معلومه وی نو آنلاین معاملات یا آنلاین ریجستریشن نه تکمیلیږي او سیستم منفي ځواب راکوي.
پنځم: د ټولنی د غړو تر منځ د تزاد او تفرقه پیدا کیدل:
که چیرته د ملیت پر ځای قومیت ولیکل شي نو یو ځل بیا به د افغانستان د اقوامو تر منځ د کینی، تاوتریخوالی، نفرت او کدورت تخم و پاشل شي. زمونږ ټولنه دومره پوهی او فکری پختګی ته نده رسیدلې چي دې مسائلو ته پاملرنه و نه کړی. او برعکس تجربې دا ښودلی ده چی د اقوامو تر منځ په تیرو څو لسیزو کی د قوم، سمت او ژبی مسئله په اکثریت مواردو کی بې له ستونځې نده پاتې شوی.
د ملیت پر ځای د قومیت ذکر به بې له شکه تیر یادونه را تازه کړی او د ټولنی په منځ کی به کرکه او کینه له سره را ژوندی کړي.
د افغانیت مخالف څوک دی؟
د افغانستان دښمنانو لپاره داسې فرصتونه ارزښتناکه دی چې د افغانستان لویې پروسې د خنډونو سره مخ کړي او پری نږدي چې افغانستان پرمختګ وکړي. له یو خوا د پرمختګ مخه نیسي او له بلی خوا افغانان په خپلو مینځو کی سره په جنګ اچوی.
افغانستان څلور لسیزې جګره تیره کړی ده، په تیرو دیارلس کلونو کې یي چانس درلود چی بیا ودان شي، څه نا څه جوړ شو. آبادي وشوه، معارف سیستم فعال شو، ښځو ته په ټولنه او نظام کې ونډه ورکړل شوه، مدني ټولنې فعاله شوې مګر افکار لا تر اوسه هم ندي جوړ شوي، د افکارو جوړښت لپاره څو لسیزو نورو ته هم اړتیا لرو تر څو د نړۍ او سیمې هیوادونو په کچه برابر شو.
په ښارونو کې ټولنیز افکار څه نا څه روزل شوی دی، مګر په لرې پرتو سیمو کې اوس هم خلک په ناپوهی او تیارو کې ژوند کوي. او په دې طبقه خلکو باندی د قانون پلی کول ستونځمن کار دی او له بده مرغه د دې طبقې شمیر زمونږ په هیواد کې خورا زیات دې.
نا پوهه، له تمدنه لرې او د قانون څخه نا خبره طبقه اکثراً احساساتی برخورد کوی، او د دی خلکو استعمال په قومي، سمتي، ژبني او دیني مسائلو کې محصوصاً په افغانستان کې له بده مرغه ډیره ښه نتیجه ورکړی.
پلورل شوي افغانان د پردیو بادارانو په فرمایش دا طبقه خلک لمسوی او ورته وایي چی افغان د پښتون په مانا دې مخالفت یې وکړه، او هغه غافله طبقه هم له دې نه ناخبره چی ډیر داسې پوهان یي شته چی د خیر په غونډی ناست دې او د دوی د جهالت او احساساتو تماشه کوی او ترینه خوند اخلي.
بناءً ویلای شو چی په بریښنایي تذکرو کې د افغان کلمې د ذکر په مقابل کې ناپوهه، خام فکره او له قانونه نا خبره طبقه خلک تر ټولو لویه ونډه لري.
راځۍ چې خپل خلک را بیدار کړو او د جهالت له کندې نه یی راوباسو تر څو د پردیو لاسونه غوڅ شي او مونږ په خپلو ملی او لویو تصامیمو کی خپلواک اوسو.
رابه شو دویمې مسئلی ته چی په بریښنایي تذکرو کې د اسلام د ذکر مسئله ده.
په افغانستان کې د اسلام او قانون څخه دود او دستور خلکو ته وړاندې دې، په بریښنایي تذکرو کې د دین د لیکلو نه د ملیت لیکل ورته اړین ښکاری، خو د دې تر څنګ چې په بریښنایي تذکرو کې ملیت لیکل کیږي دین هم ولیکل شي نو ښه به وي. د افغانستان د اوسیدونکو رسمی دین اسلام دی او د اساسی قانون دویمه ماده په دې اړه په لاندې ډول صراحت لری:
د افغانستان اساسی قانون
دوه یمه ماده:
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دين، د اسلام سپیڅلى دين دى.
د نـورو اديـانــو پـيــروان د خپـل ديـن پـه پـــيـروۍ او د خپلو ديــنـي مـراسـمــو پــه اجــــرأ كــــې د قــــانون د حكمونــــو پــــه حدودوكـې آزاد دي.
د اساسی قانون د پورتنۍ مادی په استناد د اسلام دین د افغانستان رسمي دین دې او باید په بریښنایي تذکرو د اسلام دین ذکر شي. که چیرته په دې باندې اګتفا وکړو چی د تذکری په پورتنۍ برخه کی ( د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ) لیکل شوي او بیا یې لیکلو ته اړتیا نشته دا هم یو دلیل کیدای شې، مګر په اوږدمهال کې به دا خبره لږ څه ستونځمنه شې په دی معنی چی ټول افغانان مسلمانان ندې، مونږ په افغانستان کې هندو او سکهـ وروڼه هم لرو او په آینده کې به افغانستان جوړ شي او د نورو هیوادونو او نورو ادیانو پیراوان به هم زمونږ د هیواد د تابعیت غوښتنه وکړي، په دی منظور او د افغانستان د اساسی قانون د دویمې مادې په استناد د دین تذکر په بریښنایي تذکرو کې اړین بولم.
د پورتنیو مسائلو پر اساس د ملیت (افغان) او دین (اسلام) کلماتو زیاتول په بریښنایي تذکرو کې اړین ګڼل کیږي.
هیله مند یم چې شته اختلافات په بریښنایي تذکرو کی د دین او ملیت پر سر پای ته ورسیږي او ټول افغانان بریښنایي تذکری تر لاسه کړی او د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ جوګه شي.
له پاملرنی او حوصله مندۍ نه مو یوه نړی مننه او د یو آباد، سوکاله، سرلوړی او پرمختللي افغانستان په هیله.
ډیر په زړه پوری او قناعت بخښونکی معلومات مو وړاندی کړی دی. د دی دوکلمو لیکل د افغانستان له اساسی قانون سره سم کار دی او هغوی چی د نه لیکلو غوښتنه لری له اساسی قانون سره مخالفت کوی. نو بیا دهغوی چی د افغانستان د دولت په مقابل کی مسلحانه جنګ کوی او دوی چی د مطبوعاتو له لاری د افغانستان د شریفو خلکو ترمنځ تشنج جوړوی او راتلونکو جګړو ته زمینه مساعدوی فرق به په څه شی کی وی.
اوس هر څوک چی له هیواده د باندی سفر کوی د پاسپورت ترڅنګ د بل هیواد ویزه او د خپل هیواد آیډیکارت یا تذکیری ته هم ضرورت شته ترڅو ثبوت کړی چی د هغه پاسپورت جعلی ندی او د هویت په کارت کی باید د هغه نشنلټی یا ملت هم ذکر وی چی مسافرت کوونکی د کوم هیواد تبعه دی، راځی د تل لپاره هغه مشکلات چی زمونږ اتباعو ته د سفر په وخت کی د اسنادو د کمبود له امله پیداکیږی حل کړو.
په تذکره کی د اسلام او افغانیت اضافه کول مشکلات حل کوی او هیڅ مشکل نه جوړوی . برعکس نه لیکل یی مشکلات ایجادوی . مثلا که د چا په تذکره کی پښتون، تاجیک ، ازبک یاهزاره ولیکی نو د بل هیواد خلکو ته سوال پيداکیږی چی دا مسافر به د تاجیکستان ، ازبکستان ، پاکستان ، ایران تبعه وی یا افغانستان.
بل دا چی که د اسلام دین ولیکل شی کوم اضافی شی نه دی ، افغانان په مجموع کی مسلمانان او په خپل دین مین او کلک باور لری . مونږ ډیر کم شمیر هندوان او سکان او پدی وروستیو کی عیسویان لرو چی هغوی هم له خپل دین نه انکار نه کوی نو لیکل یی کوم ضرر نه لری.
هیله ده پورته لیکل شوی مطلب د تاند په لومړی مخ یوه موده پاته شی ترڅو نور هیواد وال یی هم ولولی او ګټه تری واخلی.
مننه افغان شاهین صاحب.
استفاده جو خلک استفاده کوی د نوم، قوم، دین او نورو نه، مګر مونږ هغه څه غواړو چی لازم وی.
زه د فاشیزم ډیر سر سخت مخالف یم، مګ څه چی د قانون په چوکاټ کی حدود ولری پلوی یی کوم.