افغان ادبي بهیر

هغه بهير چې استاد شپون يې په اړه ویل، د هغې بلا غوندې و چې خلکو وېل ورباندې کېدونکي هر ګوزار به یوه بله رامنځ ته کوله، پر بهير هم هر شوي ګوزار یو بل بهير رامنځ ته کړی. هغه بهير چې د غزلستوري استاد محمد صديق پسرلي په هڅو جوړ شو او نن سبا د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې يې بېلګې لېدل کیږي. هغه بهير چې زما غوندې رنګمالان او بېسوادان يې نن د ژورنالېستانو په قطار کې درولي، هغه بهير چې ګڼ ځوانان يې په پوره معنا شاعران، ليکوالان او ادیبان کړي دي.

نن يې ولې څوک په کېسه کې ندي؟ ولې څوک هماغسې ارزښت نه ورکوي لکه په پېښور او یا لکه په کابل کې يې چې دا څو کاله وړاندې ورکاوه؟

وخت نشته؟ خلک مصروفه دي؟ اوزګار ندي، ګټه نه لري او که بهیر اوس هغسې ندی؟

که له چا سره وخت نه وي نو په ارګ کې په کال کې یوې کېدونکې مشاعرې ته څنګه هر یو تکړه دی او وخت هم ورته لري چې په ساعتونو ساعتونو انتظار نه وروسته ایله د ورننوتلو نوبت ورسيږي، هغه هم داسې چې څوک د شعر وېلو ست لا نه ورته کوي.

مصروفه دي؟

که دومره ډېر مصروفه وي نو د دوی په ویاړ جوړو شويو غونډو ته څنګه خوشاله وي، څنګه پخپله کمپاین ورته کوي، خلک وربولي او په فېسبوک کې ۲۰ ساعته حاضر وي او خپل شعرونه خپروي؟

اوزګار ندي؟

که اوزګار نه وي نو هغه وخت څنګه ځان اوزګاروي چې کوم تلويزیون یا راډيو يې په خپرونه کې مېلمه کړي نو له ډېر لرې ځایه هم ځان ورته حاضروي؟

ګټه نه ورته کوي؟

په نمایشي نمانځغونډه او په دروغجنه ستاینه کې يې څه ګټه ده؟ بس یوازې کاذبه خوشالي؟

په هغه راډيويي یا تلويزيوني خپرونه کې يې څه ګټه ده چې چلوونکی يې د ده د خبرو او معلوماتو په نسبت د هغې خپرونې د بې ذوقه اورېدونکو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي؟

او که دا چې بهير اوس هغه د پخوا غوندې ندی؟

نورې بهانې يې نه منم، خو دا يې منم چې ريښتیا هم بهیر اوس هغه د پخوا غوندې ندی، ولې د پخوا غوندې ندی او څوک ملامت دي؟ صبر…

یوه ورځ مې یو پخوانی بهیروال ځوان چې تازه يې يوه مجله چاپ کړې وه او پخپله نمانځغونډه کې يې پر خلکو وېشله، وپوښت چې ولې بهير ته نه راځې او دا مجله خو دې کاش بهير ته هم رالېږلې وای. ویل يې چې بهير څه کوم، هسې د وخت ضایع کول دي او هلته داسې څوک نشته چې د خپلې مجلې د لوستلو وړ يې وبولم.

دا هغه ځوان و چې همدغه افغان ادبي بهير په خلکو وپېژاند او باسواده یې کړ، ښايي د احسان فراموشۍ وجه به وه چې د هغه ځوان د هغې مجلې هماغه لومړنۍ او وروستۍ ګڼه وه.

همداسې زما یوه ملګري د مېرمن کلتوري او ټولنیز بهير یوې پخوانۍ غړې ته چې اوس وکيله (!) ده، ویلي وو چې مېرمن بهیر ته ورځئ، تاسې نسبتاً یو څه زده دي چې هغوی سره خپلې تجربې شريکې کړئ. آغلې په ځواب کې ورته ویلي وو چې هلته خو ماشومانې سره راټولې دي، موږ نه پکې ځايېږو. دا آغلې هم د همدغه مېرمن بهير په برکت نن لویه (!) شوې ده.

افغان ادبي بهیر ته هم یو نیم اوس د همدې وکېلې (!) له عېنکو ګوري. خو ولې؟ صبر…

نږدې دوه کاله وړاندې موږ (افغان ادبي بهير) ته د کاروان انستتيوت والاو ځواب راکړ چې ځان ته بل ځای پېدا کړئ، څو ملګري وګرځېدو خو ځای نه پېدا کېده. ځينو وړاندېزونه وکړل خو د دې له کبله مو هغه ځایونه قبول نه کړل چې وروسته يې ځينې تقاضاوې لرلې او موږ نه غوښتل چې افغان ادبي بهير دې څوک د ځان په ګټه وکاروي. د کاروان انستتيوت پر دیوال مې ولیکل چې بهیر د یوې مودې لپاره نشته او ملګرو ته مې مسېج وکړ. د کاروان صاحب ځواب راغی چې:

(پېدا به شي شفقه ګله! ملنګ ته یوه دروازه بنده، شل خلاصې)

د کاروان صاحب په خوله خدای برکت کړ او استاد نجيب الله منلی حاضر شو چې په کتابښار کې د بهير د غونډو لپاره ځای راکړي. خو ځينو کسانو مخالفت وکړ. د ځای په بدلون کې مو دوه تاوانه وکړل، یو دا چې ځينو کسانو د شخصي تضادونو له کبله له بهيره مخ وګرځاوه او بله دا چې زموږ ځينې وسایل د کاروان انستیتوت والاو هضم کړل چې په هر ځل زنګ وهلو دا اوس هم ډول ډول بهانې راته کوي.

ښه نو راغلو کتابښار ته، سمه ده چې یوې خوا ته سينما ده چې د بهير په غونډه کې کله کله حتی د ویاند خبرې نه اورو او بل خوا ته د ښار د ګڼې ګوڼې او د هوټل د لوړ موزيک غږ مو عموماً د شعرونه بېګراؤنډ موزيک وي. خو چېرې لاړ شو؟

اول خو همدا زموږ بدبختي ده چې له تېرو نږدې شلو کلونو راهيسې افغان ادبي بهیر فعالیت کوي خو تر اوسه مو د خپلې ناغېړۍ له کبله ځانګړی ځای ورته پېدا نشو کړای. دویم چې که یو څوک پخپله رضا ځای راکوي او کوم بدل هم نه رانه غواړي نو بیا هم کبر پرې کوو او وايو چې په دې ډوډۍ کې یا مالګه نشته او یا غوړي پکې کم دي.

یوه بله ستونزه چې افغان ادبي بهیر ورسره مخ دی، دا ده چې کله کله یو نيم بهیر وال راپېدا شي او د بهير د پرمختګ لپاره ډېرې ښې ښې سوژې وړاندې کړي، خو هماغه غونډه يې وروستۍ شي او د انځرګل ترې جوړ شي. که زنګ پسې ووهې او پوښتنه يې کوې نو بده به پرې لګي. هغه یو خو مې یوه ورځ وپوښت چې نه ښکارې. غصه شو، ویل يوازې بهير خو ندی چې څوک به پکې ښکاري. خبره يې معقوله وه، زه هم غلی شوم.

بل، کله که په بهیر کې د دوو کسانو تر منځ د نظر د اختلاف له کبله یو څه خبرې سره توندې شوي نو یوه یې پکې بهیر راپرېښی دی، بیا يې ګېله داسې راته اظهار کړې چې والا هغه فلانی چې په بهیر کې وي، زه نه درځم. نو یه وروره! بهير خو څه د هغه سړي ندی چې د هغه لپاره نه ورته راځې، نه هم ستا دی چې هغه ورته راپرې نږدې او نه هم بهير زما دی چې ما ته ګېله کوې. بهير خو هغه د چا خبره، د هيچا ندی او د ټولو دی.

یو جدي مشکل بل دا دی چې که کله څوک د بهیر د سمبالولو هڅه کوي نو ځينې کسان تور پرې لګوي او په مستعارو نومونو لېکنې پسې کوي چې دغه سړي بهیر انحصار کړی دی. د بهير انحصارول اوښ په بډه وهل دي او دا اسانه کار ندی چې څوک دې يې انحصار کړای شي، بل شکر چې بهیر تر اوسه مشر او کشر نلري، ښايي همدا علت وي چې بهیر ژوندی پاتې دی.

که څه هم هره اوونۍ اوس هم بهیر د نویو آشنایانو شاهد وي، خو د مشرانو استادانو او د یو شمېر پخوانيو بهيروالو نه راتګ هم د بهير پر نظم او کېفيت منفي اغېز کړی، چې خصوصاً نوي کسان له ځانه سره له اوسني بهیره ښه تصوير نه وړي. اول خو د کره کتنې لپاره نثر په ندرت پېدا کیږي، بیا چې پېدا شي نو د کره کتنې او نقد برخه اوس هغومره پېاوړې نه وي لکه پخوا، لېکچرونه ښه روان دي خو په مشاعرو کې مو ښه شعرونه کم پېدا کیږي.

هغه بله اوونۍ بهیر ته لږ ځنډ ورسېدم، که ګورم چوکۍ نشته او ټول پر ځمکه په هغه ټغر ناست دي چې دا څو کاله خلک له بوټانو سره پرې ګرځېدلي، خو ټولو داسې پلترۍ ورباندې وهلي او دومره ارامه ناست دي چې تا به ویل ورېښمين لمڅي ورته پراته دي. د بهيروالو له بهير سره مينه له همدې معلومولی شئ، دا خو پرېږده په شړک باران، سخته یخنۍ او واوره کې مو هم د ګڼو بهيروالو په موجودیت ښې خوندورې غونډې کړي دي. په ما هم دا حالت تېر شوي چې بهير ته به د کابل له بيني حصاره پېاده تر تېمنيو ورتلم او اوس هم په بهير کې داسې ځوانان کم ندي چې بهیر ته له راتګه يې خپل خالي جېب نشي منع کولی. له همدې دا درک کولی شو چې که مینه او اخلاص وي نو دا مشکلات هم د افغان ادبي بهير مخه نشي ډب کولی خو بیا هم ځينې زړونه مات دي او ماتيږي،

مسیحا ته منتظر دي،

وايي صبر، صبر، صبر…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *