تاند- د افغانستان ملي امنیت وايي چې د ځانمرګې جبهې په نوم د سخت دریځو هغه قومندان یې نیولی دی چې تېر کال یې د یوې سویډنۍ ژورنالستې د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی و.
۵۱ کلنه نیلس هارنر، چې د سویډن د راډیو لپاره یې کار کاوه او د بریتانیا او سویډن دواړو تابعیت یې درلود، د مارچ په میاشت کې د کابل په دیپلوماتیکه مېنه وزیراکبر خان کې ووژل شوه.
د نوموړې ترور له افغانستانه د ناټو خواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د ناامنۍ او نایقیني حالت د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې وپارولې.
دې تروریستي ډلې همداراز تېر کال د پل علم په جامع جومات کې د لوګر د پخواني والي ارسلا جمال د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی و.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د دې سرزورې ډلې، چې ځان ته «محاذ فدایان» وايي، قومندان له دوو تومانچو او یوې یې ږغه وسلې سره نیولی دی.
محاذ فدایان له طالبانو څخه بېله شوې ډله ده. دې ډلې ویلي و چې سویډنۍ ژورنالیسته یې د دې لپاره ووژله چې هغې د بریتانیا د استخباراتو لپاره کار کاوه.
افغان طالبانو په دې يېښه کې لاس لرل رد کړي و.