د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه –
د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په هند کې د افغانستان الف او زمبابوې الف لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځینۍ سیالي هم د افغان الف لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.
د نننۍ لوبې پچه د افغان الف لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د زمبابوې الف لوبډلې د سیالۍ په ۴۶ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان الف لوبډلې ته د ۲۱۵ منډو هدف ورکړ.
د افغان توپ اچونکو له لوري عبدالله عادل ۴ او جاوید احمدي ۳ لوبغاړي وسوځول.
ملي الف لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۴۴ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې نجیب ترکي ۱۲۶ ناسوځیدلې او عمران جنت ۴۳ منډې جوړې کړې.
نجیب ترکی د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه ټول افغان ولس ته د نننۍ بریا مبارکي وایي. عمومي رئیس نسیم الله دانش په بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو د افغان لوبغاړو برلاسۍ په راتلونکې کې د بریالیتوبونو ډاډمن بهیر بولي. اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی هم د لوبغاړو له ښې لوبې ستاینه کوي او دوی ته د ډیرو بریاو دعا کوي.