د افغانستان الف او د سریلانکا پرمختیایي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د افغان الف لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده. د لوبې پچه د سریلانکا پرمختیایي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان الف لوبډلې ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ. د افغان توپ اچونکو لخوا حمزه هوتک د سیالې لوبډلې څلور، حشمت الله شهیدي ۲ او فرید ملک یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغان الف لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۴۹ اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې نورعلي ځدراڼ ۵۳ او حشمت الله شهیدي ۸۷ منډې جوړې کړې.
حشمت الله شهیدي او حمزه هوتک د سیالۍ غوره لوبغاړي ونومول شول.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي وویله او ویې وییل چې ځوانو لوبغاړو خپله وړتیا او پر راتلونکي ډاډ ثابت کړ.
یقینآ چی افغان اتلان ددی وړتیا لری ،او انشاالله دوی به ډیر روښانه راتلونکی ولری