خبرپاڼه
مسلسله شمېره: ١٤٩
نېټه : ١٣٩٣-١-٤
کندهار، افغانستان- افغان امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعته تصفيوي عملياتو کي څلور تنه وسله وال د تخته پُل ولسوالۍ په ملايت کلي او د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کي وژلي او يو تن يې زخمي کړى دى. امنيتي ځواکونو د دې تر څنګ يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
يادو وسله والو مخالفينو غوښتل چي د افغان امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړي، خو پلان يې مخکي له مخکي د افغان امنيتي ځواکونو له لوري شنډ او دوى ووژل سول. دغه راز درې ميله کلاشينکوفه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
بل خوا د تېرو ٢٤ ساعتونو په جريان کي د امنيتي ځواکونو له لوري ٦ کړۍ ماينونه کشف او شنډ سوي دي. ياد چاودېدونکي توکي د کندهار ښار د دوهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو او د کندهار ښار په دامان او پنجوايي ولسواليو کي کشف سوي دي. همدارنګه يو د نيکه توپ د پنجوايي ولسوالۍ په موشان سيمه کي کشف او شنډ سوي دي.
الله پاک ج د زمونږ امنیتی ځواکونو ته بری ورکړی آمین