خبرپاڼه
نيټه ٢١.١١.١٣٩٢
کندهار افغانستان -افغان امنيتي ځواکونو د پلټني پر مهال د کندهار په پنجوايي، ارغنداب، ژړۍ اوميوند ولسواليو کي٧٦ بېلابېل ماينونه کشف او خنثی کړل.
ياد کشف سوي ماينونه چي ډېری برخه يې پرسونل ضد ماينونه دي د افغان ملي اردو له خوا د تصفيوي عملياتو په ترڅ کي د کندهار د يادو لسواليو په بېلابېلو سيمو کي کشف او خنثی سوي دي.
که څه هم افغان امنيتي ځواکونه تر خپله وسه هڅه کوي چي د وسلوالو طالبانو له خوا ښخ سوي ماينونه چي ډېری مهال د عامو خلکو کورونو ته څېرمه ايښودل سوي وي، خنثی او له منځه يوسي خو سره له دې ځيني وخت عام خلک، ښځي، ماشومان او سپين ږيري پکي په ډېر بې رحمانه ډول زخميان او شهيدانېږي.