د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري
په هلمند کې افغان امنیتي ځواکو د جدي پر۱۵- مه سه شنبه خبر ور کړ چې مارجه ولسوالي یې بیرته له مخالفینو څخه نیولې ده او په ور پسې شپه تقریباً ټولو افغانانو د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه له زمبابوې نړیوال ټیم سره ننداره کړه، د هر نندارچي افغان زړه په سینه کې د وطندوستۍ په جذبه ټوپونه وهل، هر یوه دعاوې کولې، لمونځونه یې کول، ښځو د روژو او نفلونو نذرونه ایښي ول چې که خدای وکړي افغانان دا لوبه وګټي.
الله تعالي(ج) د اخلاص دعاوې قبولې کړې او افغان اتلو کرکټرانو د خپل توان ننداره وړاندې، لوبه یې وګټله او افغانستان ته یې د خپلو مسلسلو بریاوو په لړ کې یو بل بېساري ویاړ ور په برخه کړ.
دا عادي ګټنه نه وه ځکه افغان لوبډلې د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) له بشپړ غړیتوب لرونکي ټیم سره لوبه کوله، دا د پنځو پنځوس اوریزه بازيو یوه لړۍ وه چې لومړۍ دوې یې افغانستان ګټلې، ورپسې دوې یې زمبابوې وړې او پنځمه یې له سختې تلوسې ډکه وه خو په نتیجه کې یې زمبابوې ډله د (ICC) د لسو لوبډلو له درجه بندۍ وښویېده او لسم مقام یې افغان ټیم ونیاوه؛ دا د کرکټ په ټول تاریخ کې یوه نادره پېښه وه.
د دې تر څنګ د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې هم د جنوبي آسیا په سیالیو کې نائب قهرماني وګټله، په دې پنځو لوبو کې هم څلور یې افغان ټیم او وروستۍ یې هندوستان یووړه.
دغو پوځي پرمختیاوو او ورزشي بریاوو ته په کتو سره ویل کېدای شي چې افغانستان د هر ډول پرمختګو لپاره فوق العاده لوړ ظرفیت لري، دا د څلورو لسیزو جګړه- ځپلي هیواد لپاره د لویې امیدوارۍ زېری دی او هر افغان ته دا پیام او الهام رسوي چې که موږ د ژوند په هر ډګر کې خپل پر استعداد باور پیدا کړو او د هلو- ځلو تمرین ته دوام ورکړو نو په نتیجه کې به مو هر ډول بریا په برخه وي.
شک نشته چې افغان ولس په بلا ستونزو اخته دی، کله چې په مارجه ولسوالي کې پوځي عملیات کیږي نو بېچاره خلک سخت ځپل کیږي، د سر و مال له درنو زیانو سره مخ کیږي، همد اوس د مارجې ټول بازار چور شوی، خلک بېځایه شوي، کور و اور یې بایللی او در بدره دي نو دغو مشکلاتو ته رسیدګي ډېره مهمه ده.
که افغان حکومت غواړي چې بریاوې یې پر لپسې او دوامدارې وي نو په دې مهم اصل یې سر خلاصېده په کار دي چې یوازې د سیمو نیول مهم نه دي بلکې د پوځي کامیابیو تر څنګ باید جګړه- ځپلو افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې هم برابرې کړل شي، خدمات ور ورسول شي، په دې توګه به د دوی زړونه هم خپل شوي وي او د ادارې فساد په سلسله کې ولس له ځانه لیري نکړي ځکه ګټه د هغه چا ده چې د خلکو زړونه یې په لاس کې وي.
څېړونکي زیاتره تبصرې کوي چې د ادارې فساد او خلکو ته د خدماتو نه رسولو او په بېلا- بېلو طریقو د دوی د زورولو له امله د ملت او دولت تر منځ فاصلې ایجاد شوي، نتیجه یې دا راختلې چې خلک د دولت مخالفینو ته نژدې شي، هغه دی چې مخالفین زړور شي، سیمې لاندې کړي او په متقابلو عملیاتو کې یېرته مخالفین وشړل شي خو په دې منځ- منځ کې د زیان ټول بار د همدې ملت ملا ماته کړي.
ښایې افغانان او د افغانستان ملي وحدت حکومت له وروستیو بریاوو څخه لوړ مورال او ښه درس واخلي او نور افغانستان د ناتمام بحران له کندې څخه په ګډه را وایستل شي.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/اتمه/ پرلپسي ۶۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ جدي/۱۶/ ۱۳۹۴