تاند- د افغانستان امنیتي او استخباراتي مامورینو له پاکستان څخه د چاودېدونکو موادو یوه ستره راوړل کېدونکې جوپه کشف کړه.

د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې استخباراتي مامورینو د تورخم له لارې د سبزیو تر بوجیو لاندې نژدې ۸ ټنه (۸۰۰۰ کیلو) امونیم نایټرېټ، چې د دولت وسله وال مخالفان یې په بمونو کې کاروي، په یوه لارۍ کې وموندل.

د ننګرهار د والي ویندوی وویل چې دا مواد د دولت د وسله والو مخالفانو لپاره راوړل کېدل.

که څه هم له امونیم نایټرېټ څخه د سرې په توګه کار اخیستل کېږي، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې تقریباً په ټولو ماینونو، بمونو او چاودنو کې له دې موادو کار اخیستل کېږي، پر وارداتو یې بندیز لګول شوی دی.

طالبان، حقاني شبکه او داعش په خپلو حملو کې له امونیم نایټرېټ څخه ډېر کار اخلي.

اندیپینډنټ ورځپاڼه وايي، افغانستان او پاکستان تل پر یو بل تور پورې کوي چې د مقابل لوري وسله وال مخالفان ساتي.

د تېر کال په مې میاشت کې په کابل کې په یو ستره موټر بمي حمله کې ۱۵۰ تنه ووژل شول.

تر دې وړاندې د مې په ۲۷ نېټه هم افغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې ۱۰ ټنه امونیم نایټرېټ وروسته له دې په یوه لارۍ کې ونیول چې لارۍ تازه له پاکستانه د افغانستان خوا ته راواوښته.

تېر ځل دا مواد د مېوو په کرېټونو کې پټ کړای شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *