تاند- افغان امنیتي ځواکونو په زابل ولایت کې یوه سیمه، چې له څه باندې دیارلسو کلونو راهیسي د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه، نیولې ده.
په زابل کې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د تبخسور غونډۍ، چې د دغه ولایت د مرکز کلات ښار په شمال کې پرته ده او د طالبانو لپاره زیات ستراتیژیک اهمیت لري، نیولې ده.
د دوی په ادعا له دې سیمې څخه به طالبانو د زابل څلورو شمالي ولسوالیو ته اکمالات کول.
تبخسور سیمه له دیارلسو کلونو راهیسي د طالبانو په لاس کې وه.
په زابل کې د پولیسو عملیاتي قومندان اصف خان توخي وویل چې په دې سیمه کې څو کوچني ځنګلونه او باغونه شته چې وسله والو سختدریځو به د پټنځای په توګه ورڅخه کار اخیست.
توخي وویل چې تبخسور ته د پولیسو او ملي اردو سرتېري استول شوي دي.
د ده په وینا د دې سیمې تصفیه به د کابل- کندهار پر لویه لار ناامني کمه کړي.
له بلې خوا افغان امنیتي چارواکي وايي چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې کومکي ځواک دې ولسوالۍ ته لېږلی او اوس په سیمه کې عملیات دوام لري.
دا ولسوالۍ پرون تر غرمې مخکې شاوخوا لس بجې طالبانو ونیوله.
سلامونه او نیکی هیلی خدای د وکړی صحتمنده اوسۍ
هیله ده چی پورته عنوان دځواکونو عنوان جوړی کړی په درناوی