تاند- افغان امنیتي ځواکونه د اروزګان د لویې لارې د خلاصون لپاره له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي.

افغان امنیتي چارواکو وویل چې د اروزګان مرکز ترینکوټ ته د غځېدلې لویې لارې د پاکولو لپاره کومکي ځواک استول شوی او دغه ځواکونه له سړکه د طالبانو د شړلو ترڅنګ له ماینونو څخه د لارې په پاکولو هم بوخت دي.

طالبانو تېره میاشت ډېرې هڅې وکړې چې اروزګان ولایت ونیسي خو هڅې یې تر دې دمه ناکامې شوي دي.

اروزګان هم د طالبانو لپاره په دې خاطر مهم دی چې کوکنار پکې زیات کرل کېږي اود مخدرو موادو د تولید یو مهم مرکز دی.

د ناټو قوماندانان وايي، طالبان په دې خاطر هم د اروزګان د نیولو زیاتې هلې ځلې کوي چې له هغه څخه د هلمند او کندهار د نیولو یا تهدیدولو لپاره د ټوپ د تختې په توګه کار واخلي.

طالبان حاضردمه هڅه کوي چې له ولسوالیو څخه د ولایت مرکز ته تللې لارې بندې کړي او له تېرې یوې اوونۍ راهیسي د اروزګان او د کندهار د شاه ولي کوټ ترمنځ د سړک د کنټرولولو لپاره جګړه کوي.

کېدای شي په اروزګان کې د طالبانو له لوري پیل کړې جګړه په هلمند او کندوز کې پر افغان ځواکونو فشار زیات کړي.

رویټرز خبري اژانس نن /یکشنبه/ په یوه راپور کې وویل، د ملي اردو د ۲۰۵ قول اردو ویندوی وايي چې د افغان ملي اردو سرتېرو د کندهار- اروزګان لویه لار پرانستې خو په لویه لار حالات لا هم ثابت نه دي ځکه چې طالبانو په دې لاره کې ډېر ماینونه او چاودېدونکي مواد ایښي یا ښخ کړي دي.

د قول اردو ویندوی محمد محسن سلطاني وویل:«موږ ځوابي حمله وکړه چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې واوښتې، لویه لار مو هم پرانسته، خو زموږ انجینران د طالبانو له لوري د زیات شمېر ایښودل شویو ماینونو په شنډولو بوخت دي.»

د اروزګان د امنیه قوماندانۍ ویندوی ضیا دراني په سیمه کې روان عملیات پراخ وبلل، ویې ویل چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم په جګړه کې برخه لري.

جنرال رازق د طالبانو په ځپلو او دښمنۍ کې خاص نوم لري.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت برید جنرال چارلس کلیفلنډ وویل چې په اروزګان ولایت کې حالات ترینګلي (جدي) دي خو حاضردمه داسي کوم خطر نه لیدل کېږي چې طالبان دې دا ولایت ونیسي.

ده دغه راز وویل:«موږ د اروزګان حالات له نژدې څارو، څه اندېښنې شته. خو باور نه لرو چې اروزګان ولایت یا د ولایت مرکز ترینکوټ دې د سقوط په حال کې وي.»

ویل کېږي چې په پاکستان کې پر طالبانو فشار دی چې یو یا دوه ولایتونه ونیسي او د کوټې شورا پکې ځای پر ځای کړي. دا کار به پر پاکستان هم فشار کم کړي. دغه هیواد په څلور اړخیزو غونډو کې ژمنه کړې وه چې که طالبان یې د سولې خبرو ته حاضر نه کړل د هغوی خلاف به په ګډه اقدام کېږي.

2 thoughts on “افغان امنیتي ځواکونه د ترینکوټ د لارې د پرانستلو لپاره په سخته جګړه بوخت دي”
  1. ټول افغانستان خو تاسو داړه مارانو دیوبل سره ویشلی که یوڅو ولایته طالبان ونیسي نو څه قیامت خو به جوړ نسي
    پریږدۍ چه یو څوولایته ونیسي نو خلک به یی چال چلند اوګوري؛

  2. رښتیا چی بیړا یی تا دقندز حالت ونه لیده ته د هغو سیمو حالت نه ګوری په کومو کی چی طالبان دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *