تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو ته د درنو مرګ ژوبلو له اړولو وروسته د هلمند د مارجې ولسوالي کاملاً نیولې ده.
د راپورونو پر اساس افغان امنیتي ځواکونو د مارجې ولسوالي، چې د نوومبر په میاشت کې یې ډېرې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې وې، په داسي حال کې ونیوله چې د امریکا جنګي الوتکو پر طالبانو بمباري کوله.
شاهدان او امنیتي چارواکي وايي چې په جګړو او بمبارۍ کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او نامعلوم شمېر نور ژوبل شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندان وايي چې د مارجې د ټولو برخو له نیولو وروسته امنیتي ځواکونو تلاشي پیل کړې چې په کورونو او نورو ځایونو کې پټ شوي وسله وال سختدریځي ونیسي.
ځیني راپورونه وايي چې لا هم د مارجې ښارګي له ځینو کورونو څخه یو نیم ډز اورېدل کېږي او د دې معنا دا ده چې لږ شمېر وسله وال طالبان لا هم په کوڅو کې شته.
وسله والو طالبانو په وروستیو شپږ میاشتو کې په هلمند کې خپل نهايي زور وازمایه، د طالبانو او امنیتي ځواکونو د خونړیو نښتو له کبله په سلګونو ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي، بې شمېره کورونه نړېدلي او په زرګونو خلک بې ځایه شوي دي.