تاند- په پکتیا ولایت کې امنیتي چارواکي ادعا کوي ۶۱ وسله وال مخالفان یې وژلي او ۸ یې ژوندي نیولي دي.
په پکتیا کې د تندر قول اردو د قوماندان جنرال اسرار اقدس په وینا دا کسان د دغه ولایت په زُرمت ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو په ګډو تصفیوي عملیاتو کې وژل شوي دي.
زُرمت د پکتیا تر ټولو ناامنه ولسوالي ده او نه یوازې د دې ولسوالۍ بلکې د پکتیا خلک هم، چې زرمت یې د تګ راتګ په لاره کې پرته ده، په دې ولسوالۍ کې له ناامنیو شکایت کوي.
جنرال اقدس نن /سې شنبه/ په یوه خبری غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د ۶۱ وسله والو مخالفانو د وژلو ترڅنګ ۲۱ نور ژوبل کړي او ۸ تنه نیولي دي.
ده همداراز وویل چې په دې عملیاتو کې دوه موټرونه، دوه موټرسیکلونه، (۵۱۰) کيلو ګرامه چاودونکي توکي او (۳۲) ماينونه شنډ شوي او یو شمیر درنې او سپکې وسلې له منځه وړل شوي دي.
په پکتیا کې د ګډې همږغۍ قوماندان جنرال ولي ځاځي وویل د پکيتا په بېلابېلو ولسواليو کې افغان ګډو ځواکونو عمليات او ګزمې کړي چې په ترڅ کې یې (۱۷) ماينونه کشف او شنډ شوي دۍ.
وسله والو طالبانو د افغان امنیتي چارواکو د ادعا په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.
په دې اړه د ذبیح الله مجاهد اعلامیه
له تیرو ۱۲ ورځو را په دې خوا د کابل ادارې ګڼ عسکر چې لسګونه ټانګونه او وسائل ورسره وو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ځينو سیمو ته د عملیاتو لپاره راغلي وو، په عین وخت کې د غزني له ولایت څخه هم یو قطار دزرمت د عملیاتو د کومک لپاره په لاره وو چې د دیک په سیمه کې د مجاهدینو لخوا سخت کلابند کړل شو.
د معلوماتو په اساس د زرمت ولسوالۍ د سهاکو، پان، ترکيو، لیوانو، سنګي خیلو، آخندزاده خیلو او پاینده خیلو سیمو کې، او د دیک ولسوالۍ له مرکز سره نیږدې دیک کلي، پايلوچو او مهتر کلیو په سیمو د دښمن ټول عسکر له ۱۲ ورځو بریدونو او هڅو سره سره دمجاهدینو لخوا له سخت مقاومت او غبرګون سره مخ شول، چې د درنو تلفاتو په ګاللو سره تیره ورځ ناوخته په ټيټ سر او خورا بد حال له سیمې څخه وتښتیدل.
راپورونه وايي چې د زرمت په عملیاتو کې د دښمن ۵ټانکونه په بریدونو او انفجارونو کې ویجاړشول، ۲۵ تنه کمانډو عسکر يې ووژل شول، ۱۴ نفره يې ټپيان شول، یوه اندازه وسله هم ترې غنیمت شوه.
د دښمن په بریدونو کې ۱مجاهد شهید، ۳ نفره ټپيان شول، او ددښمن په ظالمانه او ړندو هاوانونو سره د ملکي خلکو کورونه زیانمن شول، ۲ ښځې شهیدانې شوې، ۱ښځه، ۷ ماشومان او ۱ ځوان هلک ټپيان شول.
مزدوروعسکرو دخلکو له کورونو څخه دتالاشۍ په پلمه ګڼ قيمتې توکي، زیورات، کالي او دير شیان په غلا یوړل او خلک يې تهدید کړل.
د غزني د دیک په عملیاتو کې د دښمن ۲ ټانکونه، ۱ رینجرموټر ویجاړ شول، ۸ تنه مزدورعسکر ووژل شول، ۲ټپيان شول او ۲تنه مجاهدين د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.
دلته هم دښمن دعامو خلکو کورونه په هاوان وويشتل، چې ۲تنه ملکي هیوادوال يي شهیدان کړل، دخلکو له کورونو څخه يې غلاوې وکړي، زیورات او قميتې شیان او دخلکو ۱۰ عرادې شخصي موټر سايکلان يې هم له ځانه سره یوړل.
تیره ورځ له درنو تلفاتو ګاللو وروسته وتښتیدل، بې له دې چې له عامو خلکو سره يې ظلم او زیاتی کړی وي، او خپله شومه څيره يې خلکوته ورښودلي وي بل څه يې ترلاسه نه کړل.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۷/۴/۲هـ ق
۱۳۹۴/۱۰/۲۲هـ ش ــ 2016/1/12م