نجیب الله آزاد

د نوي حکومت له پیل څو اونۍ وروسته د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو د ماتیدو، د تسلیمیدو او د وژل کیدو خبرونه خپریږي. هره دویمه ورځ راوپورونه خپریږي چې دومره سوه سرتیري شهیدان او تسلیم سول. پلانکۍ ولسوالۍ د مخالفینو لاس ته وولیده، پلانکی ولایت له سقوط سره مخ دی. له دې ها خوا بیا په ټولنیزو رسنیو کې زموږ بېچاره نابلده ځوانان، مدني ګنګسان او په اصطلاح سیاسي کارپوهان دا خبرونه لا څو چنده وپړسوي تر څو د ملي امنیتي ځواکونو سر اعلی قومندان (ولسمشر) وغندي.

هیره دې نه وي چې ولسمشر غني واک ته د رسیدو سره سم په ارګ کې د توحید په نوم یوه کمیټه جوړه کړه چې له دې لارې نوموړی هر وخت د هیواد د امنیتي ځواکونو له قوماندانانو سره مستقیماً په اړیکه کې وي. د هیواد امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه اردو او ملي امنیت تر بل هر وخت ډیرې لاسته راوړنې لري، دا چې د ملي ځواکونو تلفات تر بل هر وخت ډیر سوی دا پر دې دلالت نه سي کولی چې ګواکې د ولسمشر غني تګلاره کمزوره ده او یا هم چې دوی ته کافي مهمات او خوراکي توکې نه رسیږي نو دې د نوي حکومت د دریځ استازیتوب وکړي. دا ډول تحلیل یا خو د ډیرې نا پوهۍ او بې سوادۍ ځنې کیږي او یم هم د حکومت په وړاندې د منفي تبلیغاتو د ورسپارل سوې دندې له مخې، ځکه چې دا لومړی ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونو د هیواد د امنیت مسئولیت ته په بشپړه توګه یوازې اوږه ورکړې، مخکې له دې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ غربي ځواکونو چې په عصري تجهیزاتو مجهز ول ولاړ وو او بیا هم د هیواد ډیری سمي نا امنه او ډیرې ولسوالۍ د دولت او نړیوالو ځواکونو له ولکې وتلې وې. د یادولو ده چې په تیرو دریالسو کالونو کې تر پیښې وړاندې یا وروسته د پیښې عاملین په دې کچه نه دي نیول سوی لکه په تیرو لسو میاشتو کې.

اوس اصلي موضوع ته چې د ملي امنیتي ځواکونو د مورال او د دوی د کوردیناتو مسله ده راځو. د نړی هر جمهوري هیواد که پارلماني او که ریاستي نظام لري څلور قواوې چې درې یې ښکاره دولتي قوواوې دي او څلورمه یې رسنۍ ده لري، دا څلور ګونې قوواوې خپل منځي اختلافات او یو پر بل د نظارت دندې لري لاکن کله چې خبره د ملي منافعو او حاکمیت موضوع وي نو دا څلور سره قوواوې د ولس په ګډون په یوه خوله او ژبه وي. که څه هم زموږ په هیواد کې دا قوواوې هیڅ کله هم په یوه خوله او یوه ژبه نه دې سوي آن پر ډیرو مهمو ملي مسایلو لاکن کله چې د هیواد حاکمیت له ګواښ سره مخ وي نو بله هیڅ چاره نه سته بې له دې چې دا قوواوې یو متحد دریځ ته سر ټیټ کړي ځکه چې د ټول هیواد د حیات مسله ده، خو په ډیر تاسف سره به ووایو چې زموږ دا قوواوې په ځانګړې توګه د دولت دویمه قووا (مقننه) او رسنۍ د دې پر ځای چې هیواد وژغوري په لوی لاس یې ړنګوي.

د نړۍ په یوه پارلمان کې هم نه لیدل کیږي چې د خپل هیواد د امنیتي ځواکونو د مسئولینو څرګندونې دې رسنیزې کړي، لاکن زموږ د پارلمان دا دود دی چې د استخباراتو له مسئول څخه هم د هر ډول راز د شریکولو توقع کوي. تر دې ور ها خوا، ټول نه خو ډیری وکیلان په خپلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د پرتو قطعاتو معلومات په ډیره سادګۍ او آسانه ژبه مخالفینو ته ورکوي. په ولسي جرګه کې مایک په خوله د رسینو په مخ کې وایي چې په پلانکي ولایت پلانکۍ ولسوالۍ پلانکي پوسته کې دومره شمیر سرتیري وږي تږي بې له کومې درنې وسلې یوازې د دومره مرمیو سره پراته دي، نو دا خو دې سم د لاسه مړه کړل، مخالفینو ته دومره واضح او مفصل کوردینات خپل مخبر هم نه سي ورکولی، له دې سره سم په هغه یا بله شپه پر یاده پوسته برید وسي او یو سرتیری به هم ژوندی پاته نه سي. او بل ستا امنیتي پوسته لکه لمر ښکاره او بربنډه ده خو مخالف لوری بیا پټ دی، نه یې موټر ښکاره دی نه یونیفورم لري او نه یې هم ادرس معلوم دی.

سر بیره پر دې، بل ورته وکیل او زموږ بد بخته رسنۍ بیا خبر خپور کړي چې په شمال کې د پلانکي ولایت پلانکۍ ولسوالۍ سقوط وکړ او دومره سوه سرتیرې تسلیم، مړه او یا هم وتښتیدل. نو د دې خبر له اوریدو سره به په هلمند او نورو جنوبي او مشرقي ولایتونو کې پراته سرتیرې خپل مورال ولې له لاسه ور نه کړي، د هیغه تحلیل دا وي چې په شمال کې دا حال دی نو زما سره به په جنوب او ختیز کې څه و نه سي.

موږ ټول په وزیرستان کې د پاکستاني اردو له لوري د ضرب عضب د عملیاتو شاهدان یو، د دومره اوږده عملیاتو په اوږدو کې پارلمان خو ها خوا یوې پاکستانۍ رسنۍ هم دا ونه ویل چې د دوی دومره سرتیرې مړه، تسلیم او یا هم وتښتیدل، حال دا چې نړیوالو رسنیو داسې لسګونه راپورونه خپاره کړل. فلهذا زموږ د ملي ځواکونو د مورال په ضعیفولو او برعکس مخالفینو لپاره تبلیغاتو او دوی ته شعوري یا غیر شعوري خو په دقیقه جاسوسۍ کې تر ټولو ستره ونډه د یو نیم وکیلانو او د ټولو رسنیو ده چې د دې مخه باید ژر تر ژره ونیول سي کنې بیا به اوبه له ورخه تیرې وي.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…

One thought on “افغان امنیتي ځواکونه چا سقوط کړل؟ / نجیب الله آزاد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *