تاند- د اروزګان له مرکز ترینکوټه تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې وسله وال طالبان د ښاره له اکثرو سیمو په څټ کړي.
طالبانو نن /پنجشنبه/ سهار په ترینکوټ کې له امنیه قوماندانۍ، ولایت، د ملي امنیت ریاست او هوايي ډګره پرته ټول ښار ونیوه خو وروسته له دې چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ کومکي ځواک او له هوا څخه کومانډو سرتېري دغه ښار ته ورسېدل، طالبان مجبوره شول چې د ښاره له ډېرو برخو ووځي.
خو لا هم د ترینکوټ په ځینو برخو کې د ډزو اوازونه او چاودنې اورېدل کېږي.
د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب وايي، د نن ماسپښین نړیوالو ځواکونو په ترینکوټ او شاوخوا سیمو کې یې پر طالبانو درنه بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې تر ۱۸۰ تنه وژل شوي دي.
د اروزګان امنیه قوماندان ډګروال عبدالواسیع څو شېبې وړاندې وویل«لکه چې ږغ چې یې اورئ موږ اوس هوايي ملاتړ لرو. الوتکې پر طالبانو بمباري کوي.»
ده همداراز وویل، کومکي ځواک ښار ته رارسېدلی، طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او هغوی یې په شا تمبولي دي.
قوماندان عبدالواسیع طالبانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه ونه ویل ځکه چې لا هم په ځینو برخو کې جګړه روانه ده.
په همدې حال کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په خپله ترینکوټ ته رسېدلی او د جګړې قومانده یې په لاس کې اخیستې ده. د سیمې اوسېدونکي وايي، ترینکوټ ته د جنرال رازق له رسېدو سره د دولتي ځواکونو روحیه لوړه شوې او د طالبانو مورال یې اغېزمن شوی دی.
تر دې مخکې د ښار اوسېدونکو رسنیو ته ویلي وو چې پولیس بې مقاومته له پوستو تښتي.