تاند- افغان امنیتي ځواکونو د هیواد په شمال کې دوې ولسوالۍ د دولت له وسله والو مخالفانو څخه ازادې کړې.

په دغو دوو ولسوالیو کې یوه د جوزجان خم اب ولسوالي ده چې نن پکې نښته ونښته.

د جوزجان په خم اب ولسوالۍ کې، چې ویل کېږي ګڼ شمېر طالبان پکې محاصره شوي، نن سخته جګړه ونښته چې تر ماسپښین پوري یې دوام وکړ.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د رسنیو مسوول سلطان فیضي وویل چې جګړه وروسته له دې پیل شوه چې وسله والو طالبانو له یوه کوره پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.

د ده په وینا وروسته له دې چې افغان امنیتي ځواکونو پر طالبانو ځوابي برید وکړ، لږترلږه ۴ تنه سختدریځي ووژل شول.

ده دا هم وویل چې په دې پېښه کې درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ خم اب ولسوالي له وسله والو طالبانو ونیوله. دا ولسوالي درې اوونۍ پخوا طالبانو نیولې وه.

د دې ولسوالۍ عملیات د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له لوري رهبري کېږي.

دوستم د سې شنبې په ورځ جوزجان ته ورسېد څو په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات تنظیم کړي.

امنیتي ځواکونو غورماچ ولسوالي ونیوله

له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونو د غورماچ ولسوالي په یو لړ عملیاتو کې بېرته ونیوله.

د فاریاب مرستیال امنیه قومندان بریالي بشیریار وویل چې امنیتي ځواکونو نن /شنبه/ ملي بېرته د ولسوالۍ پر ودانۍ هسک کړ.

طالبانو د غورماچ ولسوالۍ د نیولو پر سر په جګړه کې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان له لږترلږه ۱۲ پولیسو سره وژلی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *