تاند- افغان ا منیتي ځواکونه وتوانېدل چې په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو له منګولو ۱۴۹ تنه سپرلي ازاده کړي.
اسوشییتید پریس خبري اژانس ته افغان چارواکو ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو له لوري له ۱۷۰ تنو برمته شویو کسانو څخه ۱۴۹ تنه خوشي کړي خو ۲۱ لا هم د دې ډلې په برمته کې دي.
دا کسان، چې د تخار او بدخشان اوسېدونکي دي، په ۳ بسونو کې د کابل په لور روان ول چې د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالي کې طالبانو د هغوی بسونه ودرول او نامعلوم لور ته یې په مخه کړل.
په پیل کې د تښتول شویو کسانو شمېر ۱۰۰ تنه ښودل شوی و.