تاند- افغان امنیتي ځواکونو د لشکرګاه له دوهمې حوزې وسله وال طالبان په شا وتمبول.
یوه امنیتي چارواکي میر حمزه نن /شنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه په همږغو او منظمو عملیاتو کې لږترلږه ۲۲ وسله وال سختدریځي ووژل، ۲۰ نور ژوبل کړل او نور یې د لشکرګاه ښار له دوهمې حوزې پسې واخیستل.
وسله والو طالبانو د هلمند د شمالي ولسوالیو له نیولو وروسته د ولایت د مرکز لشکرګاه ښار د محاصرې کړۍ تنکه کړې او پر له پسې هڅې کوي چې ټول ولایت ونیسي.
راپورونه وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د لشکرګاه ښار په دروازو کې د دواړو خواوو ترمنځ خورا خونړۍ او د هلمند لپاره برخلیک ټاکونکي جګړې شوي او لا هم دوام لري.