تاند- له کندوز څخه وروستي راپورونه وايي چې د ښار له ټولو سیمو وسله وال طالبان وتلي او اوس درست ښار د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.
له ښاره دباندې شمال پلو د بالاحصار په سیمه کې تر نن سهاره پوري خال خال نښتې روانې وې خو له ماسپښینه وروسته په دې سیمه کې هم کراري ده.
شاهدان وايي چې د ښار په یو شمېر سیمو کې د مړو جسدونه پراته دي او بوی یې کړی دی.
د دوی په وینا په تېرو ۹ ورځو کې په سلګونو طالبان وژل شوي دي او داسي ښکاري چې طالبان به نور ښار ته د ننوتو شوق ونه کړي.
د کندوز وضعیت نن وروسته له هغه بدل شو چې پرون افغان امنیتي ځواکونو په بغلان کې طالبان وځپل او د کندوز – بغلان لویه لار یې پرانسته. د بغلان په جرخشک کې د لارې له پرانستل کېدو وروسته تازه دمه کوماندو ځواک کندوز ته ورسېد.
دغو ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې د کندوز د حوزوي روغتون شاوخوا سیمې، د چهادرې لور ته د خاکني، کوټي ګرد او له چوکه تر بالاحصاره پوري ټولې سیمې تصفیه کړې.
افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د تېرې شپې په عملیاتو کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
دوی د خپلو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغان امنیتي چارواکو په وینا د کندوز په جګړو کې لږترلږه ۴۰۰ طالبان وژل شوي او ۱۰۰ ژوندي نیول شوي دي.