تاند- د سرپل ولایتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د صیاد په ولسوالي کې د میرزااولنګ سیمه له وسله والو طالبانو بېرته نیولې ده.

د سرپل د والي ویندوی ذبیح الله اماني رسنیو ته وویل«ترهګر په میرزااولنګ کې ځپل شوي، اوس دا سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.»

ده همداراز ادعا وکړه چې د میرزااولنګ سیمې د بېرته نیولو په عملیاتو کې تروریستانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

اماني په عین حال کې وویل چې د تلفاتو د شمېر په اړه دقیق معلومات نه لري.

له بلې خوا د ملي اردو د کوماندو ځواک ویندوی جاوید سلیم په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي«د خپلو شهیدانو د وینو غچ مو واخیست.»

د شاهین قول اردو ویندوی نصرت الله جمشیدي هم ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د هوايي قوې په ملاتړ تېره شپه ناوخته د میرزااولنګ درې ته ننوتل او سیمه یې په څو ساعتونو کې له وسله والو مخالفانو تصفیه کړه.

ده په عین حال کې وویل چې لا هم په ځینو برخو کې سخته جګړه روانه ده خو تمه ده چې نن ورځ میرزااولنګ کاملاً تصفیه شي.

جمشیدي هم د دولت وسله والو مخالفانو ته د درنو مرګ ژوبلو د اوښتو یادونه کړې ده.

د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ دا سیمه د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ولوېده.

د سرپل چارواکي وايي چې دا سیمه طالبانو او داعشیانو په ګډه نیولې او شاوخوا ۶۰ تنه ملکیان یې وژلي او ۱۵۰ کورنۍ یې یرغمل کړي دي.

خو د افغان شیعه ګانو یوه مشر شیخ سلمان دا ادعاوې رد کړې چې طالبانو په میرزااولنګ کې ملکیان وژلي یا یې څوک یرغمل کړي دي.

د «اقتدار افغانستان» ګوند مشر شیعه فعال او دیني عالم شیخ سلمان وايي چې صیاد ولسوالي ته په خپله تللی، له بې ځایه شویو کورنیو سره یې لیدلي او ټولو ورته ویلي چې طالبانو نه خلک په ډله ییز ډول وژلي او نه یې څوک اسیران کړي دي.

«زه سرپل ولایت ته تللی وم او له هغو کورنیو سره مې ولیدل چې له میرزاولنګ څخه وتلي دي. په وژل شویو کسانو کې ملکیان هم شامل دي خو اکثره هغه کسان دي چې د سیمې دفاع یې په غاړه لرله….»

ده دا خبره رد کړه چې ګنې طالبانو ښځې او نجونې یرغمل کړي دي.

ده له شیعه ګانو سره د طالبانو د اختلاف خبره هم په کلکه رد کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *