هلمند

تاند- د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د ناوې ولسوالي له وسله والو طالبانو تصفیه کړې ده.

دا ولسوالي کابو یو کال پخوا وسله والو طالبانو نیولې وه.

افغان امنیتي ځواکونو له نن /شنبه/ سهار وختي په ناوه ولسوالي کې د طالبانو پر ضد چټک عملیات پیل کړل.

ویل کېږي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه د عملیاتو په لړ کې افغان ځواکونو ته مشورې ورکوي.

د حملې په لومړیو ساعتونو کې امنیتي ځواکونه ناوې ولسوالۍ ته داخل شول او تر غرمې پورې یې د ولسوالي مرکز هم ونیوه.

د هلمند چارواکي وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د ناوې په ولسوالي د عینک ماموریت هم نیولی دی. دا ماموریت د طالبانو مهم مرکز ګڼل کېده.

خو وسله وال طالبان وايي چې ناوه ولسوالي لا هم د دوی په کنټرول کې ده . د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د عینک اډه هم د دوی په لاس کې ده. ده همداراز ادعا کړې چې د دولتي ځواکونو د پرمختګ مخه یې نیولې او ۲۰ سرتېري یې وژلي دي.

طالبانو تېر کال په هلمند کې زیاتې سیمې لاندې کړې او د ولایت مرکز لشکرګاه ښار یې څو ځلې سقوط ته ورلنډ کړ.

خو سږ کال د هلمند د جګړې په وضعیت کې زیات توپیر لیدل کېږي او دا په وروستیو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې امنیتي ځواکونه په دې ولایت کې یوه ولسوالي بېرته نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *