تاند- افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د بغلان- کندوز لویه لار له وسله والو طالبانو تصفیه کړه.

د کندوز- بغلان لویه لار، چې کندوز له پلازمېنې کابل سره نښلوي، د طالبانو په کنټرول کې وه او له کابله یې تازه دمه ځواکونه نه پرېښودل چې کندوز ته ورسېږي.

طالبانو د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ /۹ ورځې پخوا/ کندوز ښار ونیوه خو سره له دې چې دغه ښار له پلازمېنې څخه په الوتکو کې رسېدلیو ځواکونو څو ځلي ونیوه او طالبان یې له ښاره په شا وتمبول مګر ښار ته د تازه دمو ځواکونو په رسېدو کې ځنډ او خنډ او د ښار په ځینو ودانیو کې د طالبانو پټېدا سبب شوه چې دا ډله بیا په ښار کې جګړه پیل کړي او امنیتي ځواکونه د خپلو تلفاتو د کمولو لپاره د ښار ځیني سیمې وسله والو طالبانو ته پرېږدي.

پرون /سې شنبه/ د تېرو ۸ ورځو په جګړه کې تر ټولو بده او خونړۍ ورځ وه. په ښار کې ښايي داسي کور ونه موندل شي چې په دې ورځ د درنې یا سپکې وسلې مرمۍ نه وي لګېدلي.

له ښاره په زرګونو خلک وتلي، اکثره ودانۍ په کن‌ډوالو بدلې شوي او په ښار کې پاتې کسان له لوږې، د درملو له نشتوالي او د پر له پسې مرمیو د اورېدو په وجه د مرګ له حتمي خطر سره مخامخ دي.

د بغلان په جرخشک سیمه کې د طالبانو له ځپل کېدو او د کندوز، بغلان د لارې له پرانستل کېدو سره د افغان امنیتي ځواکونو کاروان کندوز ښار ته ورسېد .

افغان ځواکونو شېرخان بندر ته هم، چې له تاجکستان سره د افغانستان بندري ښارګی دی، لویه لار پرانیستې ده خو تراوسه پوري د کندوز – تخار د لویې لارې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کندوز تخار د لویې لارې د بندېدو له کبله د تخار او بدخشان خلک د خوراکي او نورو ضروري موادو له کموالي سره مخامخ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *