تاند- افغان امنی��ي ځواکونو د کندوز ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
افغان ځواکونو په لومړي ګام کې امنیه قومنداني او محبس له طالبانو پاک کړي او د ښار د مرکزي برخې په لور پرمختګ کوي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کندوز ښار د بېرته نیولو عملیات د سهار په ۸ بجې پیل شول.
په عین وخت کې ویل شوي چې کندوز ته له ګاونډیو ولایتونو د کومکي ځواک د رسېدو لار ماینونو او تر یوه حده د طالبانو مقاومت نیولې ده.
د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني وویل، له کابل او بلخ ولایت څخه کومکي ځواک کندوز ته استول شوی خو دا دا ځواکونه ځای ځای د طالبانو له حملو او په لاره کې له ماینونو سره مخامخ کېږي.
له بلې خوا د افغانستان په شمال کې د ملي اردو ویندوی ډګروال عبدالقهار وویل چې یو شمېر کومکي ځواکونه په بغلان کې منتظر دي چې له هغو پوځیانو سره یوځای شي چې له کابله د کندوز په لور خوځېدلي دي
تېره شپه د کندوز هوايي ډګر ته له کابله ۳۰۰ کومانډو او یو شمېر نور ځواکونه رسېدلي ول. دوی سهار د ښار لور ته پرمختګ وکړ او سمدستي یې امنیه قومنداني او محبس چې د ښار په چنوب کې دي، ونیول خو د دغو دوو سیمو له نیولو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ ورو دی او دوی یې علت دا ښيي چې له دغو دوو سیمو وړاندې د ښار د ګڼې ګوڼې او هستوګنې سیمې دي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې په کندوز کې بانکونه، زرګرۍ، دولتي ودانۍ او د خهلکو یو شمېر دوکانونه لوټ شوي او ځینو ته اور ورته کړای شوی دی.
خو طالبانو اعلان کړی چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو شتمنۍ لوټ کړي، کورونو ته ولوېږي یا قتلونه وکړي.
ویل کېږي چې د طالبانو لاس ته زیاته وسله هم ورغلې ده. ډېره وسله یې د ملي امنیت په دفتر کې نیولې ده.
کندوز په تېرو څوارلس کلونو کې لومړنی ولایتي مرکز دی چې وسله وال طالبان یې نیسي.
د هوايي ډګر له لوري د ښار د مرکز خوا ته د افغان امنیتي ځواکونو له تدریجي پرمختګ سره په یووخت امریکايي الوتکې د ښار په لمنو کې د طالبانو مورچې بمباري کړې.
تراوسه پوري د بمبارۍ په وجه طالبانو ته د اوښتي زیان په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.