تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /سې شنبه/ سهار له یوې نسبتاً سختې جګړې وروسته د کندوز قلعه زال ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

پرون ماسپښین د ملي اردو څو سوه سرتېري د قلعه زال په لور روان شول، ولسوالي یې محاصره کړه خو د دې ولسوالي د نیولو عملیات یې نن سهار وختي پیل کړل او په څو ساعتو کې یې بېرته ونیوله.

دا ولسوالي تر دې پخوا هم څو ځلې لاس په لاس شوې ده.

د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې اوس د قلعه زال ولسوالي د ودانیو په شاوخوا کې د ماینونو د پاکولو کار روان دی.

دوی وايي چې د قلعه زال تر نیولو د ماینونو پاکولو کار سخته دی.

دا ولسوالي ۸ ورځې وړاندې طالبانو نیولې وه. طالبانو د قلعه زال نیونه د خپلو پسرلنیو (منصوري) عملیاتو د لومړیو ورځو لوی بری بللی و.

قلعه زال ولسوالي د کندوز په شمال لوېدیځ کې د امو دریا په غاړه پرته ده، اوسېدونکي یې په خټه ترکمن او پښتانه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *