تاند- افغان امنیتي ځواکونو د موسي کلا ولسوالي په یو لړ عملیاتو کې بېرته ونیوله.
د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونه نن سهار درې بجې د موسي کلا ولسوالۍ مرکز ته ننوتل او ټولې دولتي ودانۍ یې له وسله والو مخالفانو پاکې کړې.
افغان چارواکي ادعا کوي چې د موسي کلا د تېرې شپې په عملیاتو کې ۳۰ سختدری��ي وژل شوي او ۹۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د موسي کلا نیول تایید کړي او ویلي یې دي چې د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې د دولت ۲۲۰ وسله وال مخالفان نیول شوي دي.
دې وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونه لا هم د ولسوالۍ په شاوخوا کې د ماینونو په پاکولو بوخت دي.
تر دې مخکې پرون د هلمند والي ادعا کړې وه چې تر پرون /شنبه/ پوري د موسي کلا د بېرته نیولو په عملیاتو کې ۱۵۰ وسله وال سرزوري وژل شوي دي.
د حکومتي چارواکو ادعاوې د خپلواکو سرچینو له لوري تایید او یا رد شوي نه دي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
موسي کلا ولسوالي تېره اوونۍ له څو ورځې محاصرې وروسته د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته په داسي حال کې ورغله چې شاوخوا ۲۰ پولیس یې ووژل او د امنیه قومندان په شمول یې یو شمېر نورټپیان کړل.
د دې ولسوالۍ د سقوط په خاطر پر دولتي چارواکو زیاتې نیوکې وشوې ځکه چې محاصره شویو پولیسو ته یې پر وخت کومکي ځواک ونه لېږه.
د هلمند چارواکي وايي چې د موسي کلا ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره بهرنیو ځواکونو نه هوايي او نه هم مځکنۍ مرسته کړې ده.
ماشاالله داخو ډیر ښه زیری دی . الله ج د ټولو افغانانو ، افغان ملی پوځ او ملی پولیسو ساتندوی شی .
لکه څنګه چی پورته ویل شوی چی « د موسي کلا ولسوالۍ مخالفانو په داسي حال کې لاس ته ورغله چې شاوخوا ۲۰ پولیس یې ووژل او د امنیه قومندان په شمول یې یو شمېر نورټپیان کړل» زما ګیله د دولت له مشرانو نه داده چی ولی یی د ولسوال او نورو مسوولینو په غوښتنه په خپل وخت سره کمکی او تقویتی ځواکونه ور ونه لیږل. د جلریز په پيښه کی شاوخوا شل خپل سری ملیشه چی تل یی د محلی خلکو د آزار او اذیت سبب کیدل ، د ولسی پاڅون په نتیجه کی ووژل شو . محقیق او ملګرو یی د انتقام لپاره تر ملا حسن روحانی د ایران ولسمشر پوری ورومنډه کړله تر څو د افغانستان په دولت فشار راوړی او د بی مسوولیته ملیشو مخه ونه نیسی او د هغوی د لا ښه تسلیح او تجهیز لپاره دوامداره مرسته له مشهده ور ولیږی . دلته د هیواد له رسمی او له ټولو معیارونو سره برابر امنیتی افغان ځواکونو سره غفلت کیږی؟