تاند- دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو په اروزګان ولایت کې په دوو عملیاتو کې لږترلږه ۳۰ وسله وال سختدریځي وژلي دي.

دفاع وزارت وايي، دا عملیات، چې افغان هوايي ځواک پکې فعاله برخه لرله، د اروزګان په دهراوت ولسوالي کې وشول.

د دفاع وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې عملیاتو کې لږترلږه ۱۷ وسله وال سختدریځي ژوبل شوي هم دي.

له دې جلا په غزني او فراه ولایتونو ۵ وسله وال سختدریځي په یو لړ عملیاتو کې وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

په خبرپاڼه کې د عملیاتو د نېټې یادونه نه ده شوې.

طالبانو د دفاع وزارت د ادعا په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

افغان امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې د طالبانو تر پسرلنیو عملیاتو وړاندې د دې ډلې پر ضد تهاجمي بریدونه پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *