تاند- افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د ۳ ښځو په ګډون ۷ چیچنیایان ووژل.
د لوګر د والي ویندوی سلیم شاه رسنیو ته وویل، امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، چې په لوګر کې یې وکړل، لږترلږه ۷ چیچنیایان وژلي او د هغوی په منځه کې ۳ تنه ښځې هم شاملې دي.
ده زیاته کړه:«دا کسان په خروار ولسوالي کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په وسله واله نښته کې ووژل شول.»
ده همداراز وویل چې له چیچنایانو سره د هغوی ۳ قوماندانان هم وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویندوی وویل چې دا عملیات د زرغون په نوم عملیاتو په لړ کې وشول چې په لوګر کې د سختدریځو د ځپلو او تصفیه کولو په هدف پیل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفانو په لوګر کې د چیچنیایانو د وژل کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.