تاند- د افغانستان امنیتي ځواکونه وايي چې په ننګرهار کې یې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سرزورې ډلې اصلي مرکز نیولی دی.

افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د اچین ولسوالي یې په بشپړ ډول د داعش له وجوده پاکه کړې ده.

افغان امنیتي ځواکونو په دې ولسوالي کې د فبرورۍ په شپاړسمه (د چهارشنبې ورځ) د داعش پر ضد تصفیوي عملیات پیل کړي وو.

په ننګرهار کې د پولیسو د قوماندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل، افغان امنیتي ځواکونو د اچین درسته ولسوالي له داعشیانو پاکه کړې او د عملیاتو په ترڅ کې یې ۵۰ سختدریځي وژلي دي.

ده وویل چې د سیمې خلکو، پاڅونوالو او د ملي امنیتي خواکونو ملاتړ کوونکو له افغان ملي ځواکونو سره په تصفیوی عملیاتو کې مرسته وکړه.

مشرقیوال وویل چې د اچین په تصفیوي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او پاڅونوالو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *