تاند- افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په لړ کې دوه اسان، چې چاودېدونکي مواد پرې بار شوي ول، ونیول.

د ننګرهار ولایت چارواکو نن /دوشنبه/ وویل چې دا دوه اسان افغان امنیتي ځواکونو په دور بابا ولسوالي کې د عملیاتو په ترڅ کې وموندل.

د ننګرهار د والي ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه اسان پرون /یکشنبه/ د مازدیګر په څلور بجې د دور بابا ولسوالي په جانګور سیمه کې د ملي امنیت د منسوبانو له لوري کشف شول.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې پر هر اس ۲۵ کیلو چاودېدونکي مواد بار شوي وو.

امنیتي ځواکونو د اسانو په تړاو څوک نیولي نه دي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې اسان او چاودېدونکي مواد په کومې ترهګرې ډلې پورې تړاو لري. په ننګرهار کې هم داعش او هم طالبان فعال دي.

له ننګرهار څخه په یو بل خبر کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو ۱۶ کارتنه موبایل ټېلفونونه، چې په قاچاق راوړل کېدل، نیولي دي.

د ننګرهار د والي دفتر ویلي چې دا موبایلونه په یوه موټرسایکل کې جلال اباد ښار ته راوړل کېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *