تاند- د افغانستان ملي امنیت وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې لږترلږه پنځه بهرنیان له ۳ ملیون جعلي ډالرو او ایرو سره نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د جعلي ډالرو او ایرو په تور یې د پلازمېنې په نهمه او یوولسمه ناحیو کې پنځه بهرنیان په داسي حال کې نیولي چې پیسې یې تبادله کولې.

په خبرپاڼه کې همداراز ادعا شوې چې د ملي امنیت مامورینو یو ډول کیمیايي ماده هم نیولې چې د جعلي پیسو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د ملي امنیت ریاست وايي چې نیول شویو مشکوکو کسانو له افغانانو شاوخوا یو لک امریکايي ډالر غوښتل چې دا کیمیايي ماده په دوبۍ کې رانیسي او په کابل کې د جعلي پیسو په جوړولو کې ورڅخه کار واخلي.

دا به ښايي لومړی ځل وي چې له بهرنیانو څخه دومره ډېرې جعلي پیسې په یو وار نیول کېږي.

د ملي امنیت ریاست د نیول شویو بهرنیانو د ملیت او هویت په اړه څه نه دي ویلي خو د هغوی عکسونه یې خپاره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *