تاند- افغان امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز ونیوه.

افغان امنیتي ځواکونو د تاجکستان په پوله کې د ارچي ولسوالي نن /چهارشنبه/ په داسي حال کې ونیوله چې طالبانو په عدګاونډي تخار ولایت کې د درقد ولسوالي، چې هغه هم د تاجکستان په پوله کې د امو سین په منځ کې پرته ده، ونیوله.

د ارچي ولسوالي له ډېرې مودې راهیسي د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه.

د ارچي ولسوال نصیرالدین سعدي، چې له څو میاشتو راهیسي کندوز ته فرار و، وايي چې طالبان تېښتې ته مجبور شوی دي.

«امنیتي ځواکونو له څو ورځې عملیاتو وروسته ارچي ولسوالي ونیوله او سختدریځي په داسي حال کې وتښتېدل چې ګڼ مړي یې پر میدان پاتې شوي دي.»

د سعدي په ادعا تر ۴۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او کور په کور تلاشي روانه ده چې پټ شوي طالبان ونیول شي.

Kunduzد ارچي د خلکو په وینا د ولسوال، امنیه قومندان او نورو چارواکو ظلمونه سبب شوي وو چې خلک په دې ولسوالۍ کې د طالبانو ملاتړ وکړي او هغو ته ځای ورکړي. اوس به ولیدل شي چې سعدي او نور کندوزي چارواکي له خلکو سره بیا څه ډول چلند کوي.

ارچي په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو اصلي مرکز و او له همدې ځایه یې د کندوز نورو سیمو ته نفوذ کاوه.

طالبانو تراوسه پوري د ارچي د بایللو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *