تاند- د افغانستان امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ترانتخاباتو یوازې څلور ورځې وړاندې تر ۲۲ ټنه زیات چاودېدونکي مواد ونیول.
د کورنیو چارو وزارت نن /سې شنبه/ وویل چې له دې موادو څخه په سلګونو بمونه جوړېدای شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل:«د دغو چاودېدونکو موادو کشف د سلګونو بمي حملو د مخنیوي ترڅنګ د انتخاباتو د امنیت پر عمومي وضعیت د منفي اغېز مخه ونیوله.»
صدیق صدیقي رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې همداراز وویل چې دا چاودېدونکي مواد په شاوخوا ۴۵۰ بوجیو کې د شمال په ارام او سوله ییز ولایت تخار کې په یوه تلخونه (زېرخانه) کې ونیول شول.
د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت کړای شوي او امنیتي ځواکونو ته د تیارسي امر شوی دی ځکه چې وسله والو طالبانو ویلي چې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره به حملې تېزې کړي.
په تخار کې د څه باندې ۲۲ ټنه چاودېدونکو موادو کشف که د ناامنیو د مخنیوي لور ته پرمختګ ګڼل کېدای شي خو ورسره دا تشویش هم زېږولی شي چې که د هیواد په شمال کې، چې د پاکستان له پولو لېري دی دومره زیات چاودېدونکي مواد موندل کېږي نو جنوبي سیمو ته به، چې د چاودېدونکو موادو د تولید مرکز یعني پاکستان ته څېرمه پرتې دي، څومره چاودېدونکي او وژونکې وسلې راوړل شوي وي.