تاند- په کندوز کې له یوې اوونۍ راهیسي د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.

د افغانستان امنیتي اورګانونه وايي چې په کندوز کې يې په کافي اندازه پوځیان ځای پر ځاي کړي او د مخالفانو په وړاندې په جګړه کې برلاسي دي.
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو نن یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په کندوز کې افغان امنیتي ځواکونه له مخالفانو سره جګړه کوي او په ډېرو سیمو کې یې هغوی ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د افغانستان دفاع وزارت کندوز ته کومکي ځواکونه لېږلي او ویل کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو خلاف تهاجمي عملیات شروع کړي دي.

په کندوز کې وروستیو ناکراریو، چې په تېرو دیارلس کلونو کې یې په دغه ولایت کې ساری نه و لیدل شوی، ډېرو خلکو ته پوښتنې پیدا کړي دي.

ځیني کتونکو ته د کندوز ناکرارۍ، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو قوت او وړتیا یې له ازمېښت سره مخامخ کړې، په دې خاطر د پوښتنې وړ ښکاري چې د کندوز ګاونډي ولایتونه لکه تخار، بلخ، سمنګان او بغلان په نسبي ډول د افغانستان امن ولایتونه دي.

په کندوز کې د چارو یو نظرخاوند ډاکتر نصیر وايي مختلفو عواملو یو بل ته لاس ورکړی او په نتیجه کې یې د کندوز حالات خراب شوي دي.

د ده په وینا سره له دې چې کندوز ته نوی والي وټاکل شو او والي د اصلاحاتو لپاره ځیني ګامونه هم واخیستل خو هغه ته د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره بشپړ واک نه دی ورکړای شوی.

ده د کندوز د ناامنۍ په نورو عواملو کې د خپلسرو وسله والو یادونه وکړه.

ډاکتر نصیر د کندوز جرافیايي وضعیت هم د طالبانو او د منځنۍ اسیا د سختدریځو د فعالیت لپاره مناسب وباله، ویې ویل د کندوز هواروالی او د ونو زیاتوالی د دولت وسله والو مخالفانو ته موقع ورکوي چې په ونو او باغونو کې په اسانه پټ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې له پاکستانه ګڼ شمېر وسله وال سختدریځي د افغانستان شمال ته روان دي څو د شمالي ولایتونو امنیت ګډوډ کړي.

صدیقي اسوشیتید پریس خبری اژانس ته وویل چې په کندوز کې له ځايي طالبانو سره بهرني سختدریځي او دغه راز له پاکستانه راغلي طالبان یوځای شوي دي.

د ده په وینا تراوسه پوري شاوخوا ۲۰۰ سختدریځي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *