تاند- یو پاکستانی ترهګر، چې په مهمو تروریستي بریدونو کې یې لاس درلود، د افغان او امریکايي پوځیانو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.
د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځ کې پولیس چارواکو او د طالبانو قوماندانو د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۹/ وویل، په دې عملیاتو کې چې نیمه شپه په پکتیکا ولایت کې پیل شوي و او د یکشنبې په سهار پای ته ورسېدل، قاري اجمل ووژل شو.
پر قاري اجمل تور دی چې د پاکستان په لاهور ښار کې یې د سریلانکا د کرکټ د ملي ټیم پر لوبغاړو په حمله کې لاس درلود.
په ۲۰۰۹ م کال د سریلانکا پر کرکټ ټیم په حمله کې ۶ پولیس ووژل شول او ۷ لوبغاړي ژوبل شول. له دې پېښې وروسته پاکستان ته د نړۍ سپورتي ټیمونه له سفر کولو منع شول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د قاري اجمل وژل کېدا د طالبانو درو قوماندانانو د نومونو د نه افشا کېدو په شرط تایید کړه.
قاري اجمل د پاکستاني لشکر جنګوي ډلې یو مشر و. دا ډله په فرقوي تاوتریخوالو کې لاس لري.
د پکتیکا امنیه قوماندان جنرال خلیل ضیايي د قاري اجمل پر ضد عملیات تایید کړل، ویې ویل چې نوموړی ووژل شو او ۳ تنه نور ترهګر ژوندي ونیول شول.
ده نور جزییات څرګند نه کړل.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی جنرال چارلس کلیفلینډ هم عملیات تایید کړل، خو ویې نه ویل چې د چا خلاف شوي دي.
ده وویل چې افغان او امریکايي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې ګډ عملیات کړي خو په امنیتي دلایلو په دې اړه نور جزییات نه شي څرګندولی.