تاند- د غزني ولایت چارواکي ادعا کوي چې ځانګړو افغان ځواکونو د دې ولایت په اندړ ولسوالي کې ۳۳ پاکستانیان وژلي دي.
د غزني د والي ویندوی عارف نوري نن /سې شنبه/ وویل، ځانګړو افغان او بهرنیو ځواکونو تېره شپه د غزني د اندړ ولسوالي په سردې سیمه کې په کومانډويي عملیاتو کې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ تنه وسله وال مخالفان ووژل.
ښاغلی نوري همداراز وايي چې دا عملیات «د کره اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ» د سردي سیمې د لوی ساره جومات په شاوخوا کې شوي او د وژل شویو مخالفانو مړي له وسلو سره په سیمه کې پراته دي.
ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې پاکستاني اتباع څرنګه پېژندل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېر کال وسله والو طالبانو د لنډ وخت لپاره د غزني ښار اکثره برخې ونیولې چې په نتیجه کې یې د دې ښار ګڼ شمېر تاسیسات او تجارتي مرکزونه ویجاړ شول.
له هماغه وخت راهیسې په غزني کې د افغان ځواکونو شپني عملیات خورا زیات شوي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دغو عملیاتو کې، چې ځانګړي ځواکونه یې کوي، طالبانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اوښتي دي.